پښیمانه زېلېنسکي به د جمعې په ورځ سپینې ماڼې ته د کانونو د تړون د لاسلیک لپاره لاړ شي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۴

رویټرز د څلورو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د تېرې جمعې په ورځ د ولادیمیر زېلېنسکي او ډونالډ ټرمپ او د هغه د کابینې د غړو تر منځ له جنجالي مجلس وروسته، زېلېنسکي به راتلونکې جمعه له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړي، ترڅو د کانونو جنجالي تړون لاسلیک کړي.

د دې راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، درېیو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د امریکا ولسمشر خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې غواړي د سې شنبې په ورځ کانګرس ته په خپله وینا کې له اوکراین سره د معدني همکاریو د موافقې د لاسلیکولو اعلان وکړي.

سپینې ماڼۍ او د اوکرایین حکومت دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی او د رویټرز سرچینو هم ویلي، چې دا تړون لا نه دی لاسلیک شوی او ښايي شرایط بدل شي.

دغه تړون چې ټاکل شوی و تېره اوونۍ لاسلیک شي، د اوکراین لپاره کوم څرګند امنیتي تضمین نه لرلو، خو د امریکا متحدو ایالتونو ته یې اجازه ورکوله چې د اوکراین له طبیعي زېرمو څخه عواید ترلاسه کړي.

تمه وه، چې دغه تړون تېره جمعه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي ترمنځ په سپینه ماڼې کې لاسلیک شي، خو مجلس د کړکېچ پر لور ولاړ او زېلېنسکي سپینه ماڼې پرېښوده او ووت.

زېلېنسکي له ټرمپ سره له جنجالي مجلس ۵ ورځې وروسته پښېمانه شو او نوموړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر خپلې وروستۍ ناندرۍ او چلند خواشیني څرګنده کړه.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د مارچ ۴مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې اوس هغه وخت رارسېدلی څو دواړه خواوې د اړیکو د ښه‌کېدو او تلپاتې سولې پر لور ګام پورته کړي.

د اوکراین ولسمشر څرګنده کړې، چې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د نوموړي وروستۍ لیدنه د تمې خلاف او د «خواشینۍ» وړ و.

هغه لیکلي دي: «زه او ټیم مې چمتو یو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار وکړو.»

نور خبرونه

رادیو