د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر خپلې وروستۍ ناندرۍ او چلند خواشیني ښودلې ده.
نوموړي د سېشنبه په ورځ (د مارچ ۴مه) د اېکسپاڼې له لارې په یوه نوي بیان کې زیاته کړې، چې اوس هغه وخت رارسېدلی څو دواړه خواوې د اړیکو د ښهکېدو او تلپاتې سولې پر لور ګام پورته کړي.
د اوکراین ولسمشر څرګنده کړې، چې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د نوموړي وروستۍ لیدنه د تمې خلاف او د «خواشینۍ» وړ وه.
هغه لیکلي دي: «زه او زما ټیم مې چمتو یو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار وکړو.»
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او کییف ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې پیکه شوي او همداراز اوکراین ته د امریکا پوځي مرستې هم د لنډمهاله وخت لپاره ځنډېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون (دوشنبه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي د دې خبرې په تړاو چې ویلي و، په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدل لا هم «ډېر، ډېر لرې» دی، توندې نیوکې کړې وې.
د امریکا ولسمشر په وینا، زېلېنسکي چې ترڅو د امریکا له ملاتړ څخه برخمن وي، د سولې غوښتونکی نهدی.
ټرمپ پر خپلې ټروټ ټولنیزې پاڼې لیکلي: «دا تر ټولو بد بیان و چې له زېلېنسکي څخه مطرح شوی دی. امریکا به دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره ونهشي زغملای.».
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د زېلېنسکي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له روسیې سره د اوربند په تړاو د دواړو ولسمشرانو لفظي شخړه تر خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د نوموړي تر پرېښودو ورسېده.