اسراییل غزې ته د مرستو لېږد ځنډولی؛ حماس دا کار د اوربند پر ضد «کودتا» بللې

AP ۱۴۰۳ کب ۱۳

اسراییل د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې غزې ته یې د هر ډول بشري مرستو د لېږد مخه نیولې چې له دې سره په فلسطین کې د خوراکي توکو تر څنګ روغتیایي ناورین ډېر شوی دی.

حماس بیا دغه پرېکړه د شپږو اونیو اوربند پر ضد «کودتا» وبلله.

که څه هم د اوربند په لومړي پړاو کې د بشري مرستو لېږد زیات شوی و؛ خو هلته د جګړو له کبله بنسټیزې زیربناوې ورانې شوې او د بې‌ځایه شویو وګړو لوږه مخ په پراخېدو ده.

د اسراییل د لومړي وزیر له لوري د بشري مرستو پر لېږد تازه بندیز د لوږې دغه کچه لا پسې ډېره کړې ده.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د یکشنبې ورځې خبرپاڼه کې لیکلي:« بنیامین نتنیاهو پرېکړه کړې، چې له نن سهار راهیسې غزې ته د ټولو مالونو او مرستو داخلېدل ودرول شي».

په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، که حماس د اوربند لنډمهاله تمدید ونه مني؛ له بد «برخلیک» سره به مخ شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د یکشنبې په ورځ غزې ته د بشري مرستو د دغه بندیزونو د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې چې پر «اېکس» خپره شوې ویلي:« عمومي منشي له ټولو خواوو غواړي، چې جګړې ته بېرته له ګرځېدو څخه مخنېوی وکړي. نوموړی د بشري مرستو د روانېدو او د ټولو بندیانو خوشې کېدو غوښتنه کوي».

د تلپاتې اوربند هیله

د غزې ۲۱ کلن اوسېدونکی مایس ابو عامر هیله څرګنده کړې، چې شوی اوربند باید تلپاتی شي. هغه ووویل:« زموږ هېواد ډېر وران شو او موږ ته باید د بیارغونې لپاره فرصت راکړل شي».

حماس د بشري مرستو د ځنډېدو په برخه کې د اسراییل پرېکړه «ارزانه باج‌ اخېستنه، جنګي جنایت او د اوربند پر هوکړې ښکاره کودتاه» وبلله.

د غزې د ملکي دفاع ادارې هم راپور ورکړ، چې د غزې سوېل ته د خان یونس ښار ختیځه څنډه کې د اسراییلي زغرواله ټانکونو له‌خوا «توپچي ډزې» او بریدونه شوي دي.

خو د اسراییل پوځ ویلي، چې په دې سیمه کې له هر ډول توپچي بریدونو نه دي خبر.

په همدې حال کې د فلسطین سرې میاشتې ادارې ویلي، چې په دغه سیمه کې د اسراییل هوایي برید یو تن وژلی. 

د اوربند ساتلو هڅې

مصر، سور صلیب او ملګري ملتونه له ټولو خواوو غواړي چې اوربند وساتي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي ویلي:« د جنورۍ په میاشت کې د لاسلیک شوې هوکړې د صادقانه عملي کېدو پرته بل بدیل نشته».

هغه له اروپایي ټولنې وغوښتل، چې د اوربند ساتلو لپاره پر اسراییل فشار راوړي.

عبدالعاطي زیاته کړه، مصر د غزې د بیارغونې پلان چمتو کړی چې د مارچ په څلورمه به د عربي مشرانو په بېړنۍ غونډه کې وړاندې شي.

د مرستو د ځنډ اعلان وروسته د فرانسې خبري اژانس (AFP) انځورونه خپاره کړل، چې ښيي په رفح پوله کې د مصر له‌خوا پر مرستو بار لارۍ غزې ته د ننوتو په تمه ولاړې دي.

د اسراییل د سخت‌دریځه ماليې وزیر بزالل سموتریچ چې ګوند یې د نتنیاهو د حکومت ملاتړ کوي، له دې پرېکړې هرکلی وکړ.

د اسراییل پلان له مخې، که پر دایمي اوربند هوکړه وشي پاتې بندیان به هم ازاد شي.

د حماس ویاند حازم قاسم ټینګار وکړ، چې اسراییل به «د دغې پرېکړې پایلې هم د غزې د خلکو او هم د بندیانو د برخلیک په اړه» زغمي.

د فلسطین اسلامي جهاد ډلې هم اسراییل تورن کړ، چې د اوربند «د ماتولو» هڅه کوي. 

د ۲۵۱ بندیانو له ډلې، چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسراییل تر برید وروسته یرغمل نیولي وو؛ ۵۸ تنه یې لا هم په غزه کې دي.

اسراییلي پوځ منلې، چې ۳۴ کسان پکې وژل شوي دي.

دغه مرستې داسې مهال ځنډېږي، چې فلسطینیان په غزه او د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې د روژې درېیمه ورځ نمانځي.

په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې ارزونه ښيي، چې شمالي غزه کې د قحطۍ جدي ګواښ شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې هېواد یې د اسراییل تر ټولو لوی پوځي ملاتړ کوونکی دی د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له اسراییل سره د ۴ مېلیارد ډالرو پوځي مرستو هوکړه لاسلیک شوې، چې ژر به پلي شي.

نور خبرونه

رادیو