د زېلېنسکي څرګندونو ته د ټرمپ غبرګون؛ امریکا به دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره ونه‌شي زغملای

AP ۱۴۰۳ کب ۱۳

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي د دې خبرې په تړاو چې ویلي و، په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدل لا هم «ډېر، ډېر لرې» دی، توندې نیوکې کړې دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) د ټروټ ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې ویلي، چې امریکا به دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره ونه‌شي‌ زغملای.

نوموړي لیکلي دي: «دا تر ټولو بد بیان و چې له زېلېنسکي څخه مطرح شوی دی. امریکا به دا وضعیت د اوږدې مودې لپاره ونه‌شي‌ زغملای.»

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې، زېلېنسکي چې ترڅو د امریکا له ملاتړ څخه برخمن وي، د سولې غوښتونکی نه‌دی.

زېلېنسکي تر دې مخکې ټینګار کړی و، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته رسېدل به وخت ونیسي او له اوکراین څخه یې د واشنګټن د ملاتړ په تړاو وویل: «فکر کوم چې زموږ اړیکې به له متحده ایالاتو سره دوام ولري.»

هغه د دوشنبې په ورځ په خپلې اېکس‌پاڼه کې وویل : «البته، موږ د امریکا اهمیت درک کوو او د متحده‌ایالاتو له ملاتړ څخه مننه کوو. داسې ورځ به نه وي چې مونږ یې قدرداني نه وي کړي.»

د اوکراین ولسمشر له ټرمپ سره تر کړکېچنې ناستې یوه ورځ وروسته ویلي و، چې دوی له روسیې سره د جګړې ختمېدو لپاره «عادلانه او تلپاتې سوله» غواړي او له امنيتي تضمین پرته د اوکراین لپاره اوربند خطرناک دی.

زېلېنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا متحدینو پر نوموړي فشار ډېر کړی څو د متحده‌ایالاتو ولسمشر پر وړاندې په خپل چلند کې بدلون راولي.

له دې فشارونو سره سم، د اوکراین ولسمشر په خپل بیان کې له نړۍوالو شریکانو سره پر ګډې همکارۍ او د جګړې د پای ته رسېدو پر هڅو ټینګار کړی دی.

نوموړي په دغه بیان کې ټینګار کړی، چې اوکراینیان په جدي ډول د سولې غوښتونکي دي او زیاتوي: «جګړه د ښارونو د ویجاړېدو او د خلکو د وژل کېدو لامل ګرځي. مونږ اړتیا لرو چې دغه جګړه پای ته ورسوو او د خپلو خلکو لپاره امنیت خوندي کړو.»

د اوکراین ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې درې ورځې مخکې د نوموړي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له روسیې سره د اوربند په تړاو د دواړو ولسمشرانو لفظي شخړه تر خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د هغه تر پرېښودو ورسېده.

نور خبرونه

رادیو