مصر د غزې لپاره یوه طرح چمتو کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیز د طرحې پر وړاندې بدیل وګرځي. د دې طرحې له مخې به حماس له واکه ګوښه شي او غزه به د لنډمهالې ادارې له خوا اداره شي، چې د عربي، اسلامي او لویدیزو هیوادونو تر کنټرول لاندې به وي.
دا مصری لیدلوری د عرب لیګ په سرمشریزه کې د سه شنبې په ورځ وړاندې کیږي.
د ټرمپ پلان، چې موخه یې له غزې د فلسطینیانو ایستل دي، د امریکا له دودیزې دوه دولتي حل لارې لرې شوی، چې د فلسطینیانو او عربي هیوادونو سخت غبرګون یې پارولی.
له جګړې وروسته د غزې اداره به د نړیوالو خبرو اترو یوه مهمه مساله وي، خو تر اوسه دا نه ده جوته چې څوک به دا سیمه اداره کوي. حماس تر اوسه هر ډول بهرنی تپل کېدونکی حل رد کړی.
د قاهرې طرح لا هم ځینې مهمې پوښتنې نه ځوابوي، لکه د غزې د بیا رغونې لګښت به څوک ورکوي، او یا حماس، چې یوه وسله واله ډله ده، څنګه له واکه ګوښه کیږي.
د مصر د طرحې اساسي ټکي د حماس حکومت ختمول دي. د مصر د پلان له مخې، د « اداري مرستې ماموریت» به د حماس پر ځای د غزې اداره رهبري کړي، چې بشري مرستې به چمتو کوي او جګړه ځپلې سیمې به بیا رغوي.
مصر وایي، که حماس په واک کې پاتې شي، نړیوالې مرستې به محدودې شي.
دغه راز مصر، اردن او د خلیج عربي هیوادونه هڅه کوي د ټرمپ پلان پر وړاندې په یوه ګډ دیپلوماتیک نظر را وړاندې شي.
په دې طرح کې یوه لنډمهالې اداره په پام کې نیول شوې، چې له فلسطیني کارپوهانو سره به یوځای کار وکړي، خو لا هم دا نه ده معلومه چې دا به څوک رهبري کوي.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي سمیع ابو زهري رویټرز ته ویلي، چې دوی د مصر له دې طرحې خبر نه دي.
هغه وویل، « د غزې د راتلونکي پرېکړه باید یوازې فلسطینیان وکړي. حماس هیڅ ډول بهرنی تحمیلي حل، غیر فلسطیني اداره، یا بهرني ځواکونه نه مني».
د مصر د پلان له مخې، یو نړیوال امنیتي ځواک به د غزې امنیت کنټرول کړي، چې په ټوله کې به له عربي هیوادونو جوړ وي.
دا ځواک به د سیمې امنیت تامین کړي، څو د حماس نفوذ کم کړي، بیا به د محلي پولیسو یوه نوې اداره جوړه شي، چې د یوه مشرتابه بورډ تر څارنې لاندې به فعالیت کوي.
په دې طرح کې د فلسطین د خپلواکې ادارې لپاره مرکزي رول نه دی ورکړل شوی، چې دا مساله د فلسطینیانو لپاره یوه ستره اندیښنه ده.
یوه فلسطیني چارواکي ویلي، « موږ له مصري چارواکو سره موافقه کړې چې یو کمیسیون به جوړ شي، چې د غزې اداره به د شپږو میاشتو لپاره د فلسطین له خپلواکې ادارې سره په همغږۍ پر مخ وړي».
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د غزې د بیا رغونې لګښت له ۵۳ میلیاردو ډالرو زیات دی. د رپوټونو له مخې، خلیجي او عربي هیوادونه باید لږ تر لږه ۲۰ میلیارده ډالر د بیا رغونې لپاره چمتو کړي.
سعودي عربستان، قطر، او امارات د مصر د طرحې د ملاتړ په اړه تر اوسه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.
امارات، چې حماس ته د یوه خطر په سترګه ګوري، ښایي تر هغه وخته مرستې ونه کړي، څو حماس له واکه ګوښه نه شي.