محمدجواد ظریف د ایران د ولسمشر د سټراټېژیکې مرستیالۍ له دندې استعفا کړې

AP ۱۴۰۳ کب ۱۳

په داسې حال کې چې د ایران اقتصاد وزیر استیضاح او له دندې ګوښه شوی؛ د دغه هېواد دولتي خبري اژانس اېرنا منلې، چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سټراټېژیک مرستیال محمدجواد ظریف له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

اېرنا د یکشنبې په ماښام د (کب ۱۲مه) راپور ورکړ، چې ظریف خپله استعفا پزشکیان ته سپارلې ده.

دغه سرچینه زیاتوي، چې استعفا لیک پزشکیان ته رسېدلی؛ خو «نوموړي تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی».

ساعتونه وړاندې د سپاه پاسداران اړوند خبري اژانسونو فارس او تسنیم هم د ظریف د استعفا خبر ورکړ.

فارس په دې اړه لیکلي:« د ترسره شویو پلټنو له مخې، دوه سرچینو د ظریف د استعفا خبر تایید کړی؛ خو تر دې دمه د ولسمشر له‌خوا نه ده منل شوې».

د یکشنبې په ورځ ناصر همتي د ایران اقتصاد وزیر د پارلمان له‌خوا استیضاح او له دندې ګوښه شو.

د هغه د استیضاح لامل د تومان د ارزښت کمېدل او د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو د بیې لوړوالی ښودل شوی.

فارس همداراز راپور ورکړی، چې د ظریف دوه زامن د امریکا تابعیت لري او د پزشکیان په حکومت کې یې د مرستیال په توګه حضور د «حساسو دندو د قانون ښکاره نقض» ګڼل کېږي.

تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې ظریف ته ځیني نږدې کسان د هغه د استعفا خبر تاییدوي.

دغه اژانس زیاته کړې، د ظریف استعفا «د عبدالناصر همتي د استیضاح پورې اړه نه لري». تسنیم ټینګار کړی، چې د پزشکیان په اداره کې د ظریف شتون «ناقانونه» و.

اېسنا خبري اژانس بیا راپور ورکړی، چې ظریف د یکشنبې په ماښام له «یوه لوړپوړي چارواکي» سره تر غونډې وروسته د استعفا پرېکړه وکړه.

اېسنا لیکلي: «هغه په خپل استعفا لیک کې ولسمشر ته د دولت د تأسیس له مهاله تر ننه د تېر شوي بهیر یادونه کړې او د درناوي له مخې یې پرېکړه کړې، چې د هېواد د خدمت لپاره به په پوهنتون کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي».

اېسنا هم ټینګار کړی، چې د ظریف استعفا د اقتصاد د وزیر له استیضاح او ګوښه کېدو سره هېڅ تړاو نه لري.

تر دې وړاندې د (زمري په ۲۱مه) ظریف د پزشکیان د کابینې له جوړښت ناخوښي څرګنده کړې وه او له خپلې دندې یې استعفا ورکړې وه؛ خو د پزشکیان له مخالفت وروسته بېرته پر خپله دنده پاتې شوی و.

جواد ظریف تر دې دندې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر و او دی د ایران په ډېپلوماټیکه کړۍ کې هم یو له مهمو او ځیرکو کسانو ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو