د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې لنډمهالی مرستیال نیکولاس اېنرېچ د دغې ادارې د لغوه کولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دا به د ناڅاپي مړینو لامل شي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، هغه له دې خبرداري ورسته خپلو کارکوونکو ته یو برېښنالیک استولی او ویلي یې دي چې هغه ته د رهبرۍ له اړخه رخصت شوی دی.
ښاغلي اېنرېچ زیاته کړه، چې "سیاسي مشرتابه" په ټوله نړۍ کې د ژوند ژغورنې بشري مرستې رسول ناشونې کړي دي.
خو برعکس، مارکو روبیو د ولسمشر ټرمپ لهخوا د مېلیاردونو ډالرو مرستو ځنډولو ورسته ویلي و؛ ژوند ژغورونکې بشرپاله مرستې په دې پرېکړه کې شاملې نه دي او دغه مرستې به دوام ومومي.
اېنرېچ په یوه یادښت کې ویلي، په هرصورت، د ټرمپ ادارې تېره اونۍ اعلان وکړ چې دا به د نږدې ۶۰ مېلیارد ډالرو په ارزښت شاوخوا ۱۰زره بهرنۍ مرستې او قراردادونه لغوه کړي چې د نړۍوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو د نړۍوالې ادارې شاوخوا ۹۰ سلنه کار پای ته رسوي.
د USAID بندول د فدرالي حکومت په لګښتونو کې د بې ساري کمښت یوه برخه ده، چې د اېلان ماسک په مشرۍ د موثریت څانګې لهخوا ترسره کېږي.
د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا اداره (USAID) له څو لسیزو راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره یو له سترو مرسته کوونکو ادارو څخه ده.
دغه سازمان په تېرو ۲۴ کلونو کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۹ مېلیارد ډالره مرسته کړې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې، افغانستان ته د USAID د مرستو کچه له ۳.۷ مېلیارد ډالرو څخه لوړه ده، چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د بشري ادارو له لارې شوې دي.