د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې د برېتانيې له پاچا درېیم چارلز سره به د کاناډا د خپلواکۍ او حاکمیت د ساتنې په اړه خبرې وکړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله خبرداری ورکړ چې کاناډا به د متحده ایالاتو سره د یوپنځوسم ایالت په توګه یو ځای کړي.
جسټن ټروډو د یکشنبې په ورځ په لندن کې یوې خبري غونډې ته وویل:« زه له پاچا سره ناستې ته سترګې په لار یم، د کاناډا او کاناډایانو لپاره د مهمو موضوعاتو په اړه به خبرې وکړو. زه تاسو ته ویلی شم، چې د کاناډایانو لپاره تر ټولو مهمه خبره د خپلواکۍ او حاکمیت ساتنه ده؛ ځکه چې موږ یو خپلواک ملت یو».
ډونالډ ټرمپ د خپلې ټاکنیزې مبارزې راهیسې څو ځله ویلي، چې کاناډا باید د امریکا یوه برخه وګرځي.
پر دې سربېره ټرمپ د کاناډا پر صادراتو ۲۵ سلنه تعرفې (مالیې) ولګولې، چې له دې سره یې اقتصادي جګړه پیل کړه او د اوتاوا حکومت یې له اقتصادي فشارونو سره مخ کړ.
بل خوا درېیم چارلز ډونالډ ټرمپ ته بلنه ورکړې، چې برېتانيې ته سفر وکړي او ټرمپ هم دغه بلنه منلې ده.
تر اوسه د دغه سفر کره نېټه نه ده اعلان شوې؛ خو اټکل کېږي چې د لندن او واشنګټن اړیکې، د اوکراین جګړه او د اوتاوا او واشنګټن ترمنځ روانې ترینګلتیاوې به د دواړو لوریو د خبرو مهم موضوعات وي.