حماس: د غزې له مدیریت څخه ګوښه‌کېدو ته چمتو یو

AP ۱۴۰۳ کب ۱۳

حماس ډلې العربیه شبکې ته ویلي، چې که څه هم په غزه کې مشروعیت لري، خو چمتو ده څو د دغې سیمې له مدیریت څخه ګوښه شي.

دغې ډلې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) زیاته کړې، چې نه غواړي د غزې د اداري جوړښت برخه و اوسي.

حماس همداراز څرګنده کړې، چې د غزې د راتلونکي په تړاو د کوم داخلي تړون پر وړاندې د خنډ غوښتونکې نه ده، خو شرط یې دا اېښی څو دغه اقدامات د ملي اجماع پر بنسټ وشي.

حماس ډلې د غزې لپاره د مصر د بیارغونې طرحې په هکله ویلي، چې د دې طرحې په تړاو یې هېڅ رسمي معلومات نه دي ترلاسه کړي او په وینا یې، شایعاتو او اټکلونو ته ځواب نه ورکوي.

د حماس له دې څرګندونو مخکې رویټرز په یوه راپور کې ویلي و، مصر د غزې لپاره یوه طرحه چمتو کړې چې پر بنسټ یې حماس باید د دغې سیمې له مدیریت څخه ګوښه شي او د عربي، اسلامي او لوېدیځو هېوادونو تر کنټرول لاندې لنډمهاله اداره به د یادې سیمې مدیریت په لاس کې واخلي.

نوموړې رسنۍ لیکلي، دغه طرحه یې لوستلې او ټاکل شوې چې سبا (سې‌شنبه) د عربي ټولنې سرمشریزې ته د ارزونې په موخه وړاندې شي.

د مصر د طرحې په مقدمه کې راغلي دي: «تر هغه چې حماس په سیمه کې حاکم او وسله‌وال سیاسي عنصر وي، د غزې د بیارغونې او جوړونې لپاره به هېڅ ډول لویه نړۍواله مالي مرسته ترسره نه‌شي.»

د مصر له خوا چمتو شوې دا طرحه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې د بدیل هڅه بلل کېږي، چې ویلی و متحده‌ایالات به د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او د غزې اوسېدونکي به له دې سیمې وباسي.

ټرمپ ادعا کړې وه، چې غواړي غزه په منځني ختیځ کې پر یوې ښې سیاحتي او سوداګریزې سیمې بدله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د غزې د بیارغونې او جوړونې د لګښت لپاره له ۵۳ مېلیارد ډالرو څخه ډېر اټکل کړی و.

د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې له۴۵زرو ډېر فلسطینيان وژل شوي او د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو ودانیو بې‌ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو