د روغتیا نړیوال سازمان یوه جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، چې که د امریکا د بودجې خلاوې، چې ښایي په راتلونکو کلونو کې سلګونه میلیونه ډالر وي، بېرته ډکې نه شي، نو د پولیو لهمنځه وړو پروسه به وځنډېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف او د بل ګیټس بنسټ له ګڼو نورو سازمانونو سره په ګډه د پولیو لهمنځه وړو لپاره کار کوي، خو له یاد سازمان نه د امریکا د وتلو پرېکړه د دې هڅو پر وړاندې خنډ ګرځېدلی، په ځانګړې توګه د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرکز سره همکاري بنده شوې ده.
تېره اونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د نړیوالې پراختیا موسسې۹۰ سلنه مرستې بندې کړې، چې له امله یې د یونیسف د پولیو مرستې هم پای ته ورسېدې.
دا پرېکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د « لومړی امریکا» پالیسۍ پر بنسټ شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د ختیزې مدیترانې د پولیو لهمنځه وړو پروګرام رییس حامد جعفري رویټرز ته وویل چې سږ کال دغه پروګرام له۱۳۳ میلیونه ډالره کمي سره مخ دی، چې وړاندې امریکا تمویلاوه.
هغه زیاته کړه، « که دا مالي کمښت دوام وکړي، نو کیدای شي د پولیو لهمنځه وړو پروسه وځنډېږي، چې له امله به یې زیات ماشومان ګوزڼ ووهي».
جعفري وویل، چې دوی هڅه کوي د مالي کمښت د جبران لپاره بدیلې سرچینې ومومي، خو دا کمښت به تر ډېره د پولیو د څارنې او پرسونل په برخو کې اغېز وکړي.
هغه زیاته کړه، « موږ د نورو مالي سرچینو په لټه کې یو، څو مهم کارکوونکي او مهمې برنامې دوام ومومي. په افغانستان او پاکستان کې د پولیو واکسین کمپاینونه به دوام ولري».
یونیسف تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د بل ګیټس بنسټ ویلي، چې هېڅ بنسټ د امریکا د تمویل تشه نه شي ډکولی.
تېره اونۍ، سعودي عربستان د پولیو لهمنځه وړو لپاره ۵۰۰میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.
د پولیو لهمنځه وړو نړیوالې هڅې له دې وړاندې هم تر ۲۰۲۹ کال پورې له۲.۴ میلیارده ډالره کسر سره مخ وې.
تېر کال سازمان ومنله چې د پولیو لهمنځه وړل به له پلان شوي وخت زیات وخت ونیسي او لګښتونه به یې هم ډېر شي.