د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر سره تر ناندریو او خپګان وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې له نړۍوالو شریکانو سره پر ګډې همکارۍ او د جګړې د پای ته رسېدو پر هڅو ټینګار کړی دی.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې اوکراین سولې ته د رسېدو لپاره بېلابېل اقدامات کوي او په دې لاره کې له متحدهایالاتو او اروپایي هېوادونو سره پراخه همکاري لري.
زېلېنسکي په دغه بیان کې ټینګار کړی، چې اوکراینیان په جدي ډول د سولې غوښتونکي دي او زیاتوي: «جګړه د ښارونو د ویجاړېدو او د خلکو د وژل کېدو لامل ګرځي. مونږ اړتیا لرو چې دغه جګړه پای ته ورسوو او د خپلو خلکو لپاره امنیت خوندي کړو.»
د اوکراین ولسمشر همداراز په دې برخه کې د امریکا له ملاتړ څخه هیلهمندي ښودلې او په وینا یې، سوله باید سملاسي رامنځته شي.
نوموړي ویلي، چې ډېپلوماسي باید واقعي او ګټوره وي ترڅو روان ناورین سملاسي پای ته ورسېږي.
زېلېنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې درې ورځې مخکې د نوموړي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له روسیې سره د اوربند په تړاو د دواړو ولسمشرانو لفظي شخړه تر خپګان او ان له سپینۍ ماڼۍ څخه د هغه تر پرېښودو ورسېده.
له زېلېنسکي سره د ټرمپ او مرستیال چلند یې د اروپایي هېوادونو د مشرانو له خوا وغندل شو او یو شمېر اروپایي چارواکو یو ځل بیا اعلان وکړ، چې دوی د اوکراین ترڅنګ ولاړ دي.