ټي‌ټي‌پي: په فبرورۍ میاشت کې مو نږدې ۱۵۰ بریدونو کې ۱۸۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اړولې

AP ۱۴۰۳ کب ۱۲

پاکستاني طالبانو په یوې تازه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده، چې په خېبرپښتونخوا کې یې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې «۱۴۷ بریدونه» کړي چې شاوخوا «۱۸۰» پاکستاني پوځیانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

د «ټي‌ټي‌پي» د معلوماتو له مخې، په فبرورۍ میاشت کې یې یوازې د پاکستان د پوځ په ګډون د بېلابېلو امنیتي ادارو ۸۵ سرتېري وژلي، ۹۵ یې نور یې ټپیان کړي او شپږ تنه یې ژوندي نیولي دي. په دغو بریدونو کې تر ټولو ډېر زیان د پاکستان پوځ او اېس اېس جي ځواکونو ته اوښتی دی.

د خبرپانې پر بنسټ، د دغو بریدونو تر ټولو ډېر یې په سوېلي او شمالي وزیرستان کې ترسره شوي چې له پاکستاني ځواکونو څخه یې د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د نیول کېدو ادعا هم کړې ده. «ټي‌ټي‌پي» وايي، په فبرورۍ میاشت کې یې د‌ پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کتارونو او پوستو نږدې «۵۳ چریکي بریدونه او ۵۰ د لېزري وسلو» بریدونه کړي دي.

یادې وسله‌والې ډلې همدا راز ادعا کړې، چې د خېبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې یې د پاکستاني پوځ یو شمېر ډرون کامرې، څارونکې امنیتي کامرې، زغروال موټر او یو شمېر عادي پوځي وسایط هم لمنځه وړي دي.

لا تر اوسه پورې د پاکستان حکومت او پوځ د «ټي‌ټي‌پي» د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي‌ ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې پاکستاني ملګرو «ټي‌ټي‌پي» په خېبر پښتونخوا کې خپل فعالیتونه چټک او پراخ کړي دي.

پاکستان په وار وار اندېښنې څرګندې کړې، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو په ګډون د دوی پر ضد یو شمېر وسله‌والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي.

که څه هم افغان طالبان د پاکستان دغه ادعاوې ردوي؛ خو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د پاکستان د پوځ یو پلاوی په کابل کې له «ټي‌ټي‌پي» سره د سولې مذاکراتو لپاره کېنولو او دا یې څرګنده کړه چې پر پاکستاني طالبانو د خپلو نفوذ پراخ سیوری لري.

پاکستان په نړۍوالو غونډو او ډېپلوماټیکو ناستو کې په وار، وار له طالبانو شکایت کړی، چې په افغانستان کې یې د دوی پر ضد وسله‌والو ډلو ته د استوګنې پټنځایونه ورکړي دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې دا اندېښنه هم څرګنده کړه، چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دوی پر ضد کارول کېږي.

د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سیاست‌والو نیوکې کړې، چې د پاکستان د بې غورۍ او نه پاملرنې له کبله په پښتون مېشتو سیمو کې د جګړې لمن مخ په پراخېدو ده او ان «ټي‌ټي‌پي» یو شمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څه موده مخکې ادعا وکړه، چې د پښتونخوا په ځېنو سیمو کې د شپې له لوري د طالبانو حکومت او د ورځې له‌خوا بیا د پاکستان د پوځ حکومت وي.

نور خبرونه

رادیو