د روسیې د حمیمیم هوایي اډې سرتیري څو کلونه مخکې د ساحلي ښارونو په اوږدو کې ازادانه ګرځېدل. له دې اډې نه جنګي الوتکې الوتلې چې د بشارالاسد رژیم وسله وال مخالفان په نښه کړي.
خو اوس وضعیت بدل شوی دی. د بشار الاسد له سقوط وروسته او د سوریې په جنوب کې د روسیې د شوروي پېر طرطوس سمندري اډې څخه ۶۰ کیلومتره لرې پخواني یاغیان اوس ددې اډې د دروازو ساتونکي دي.
په زرغون یونیفورم ملبس ساتونکي اوس له اډو نه د بهر تلونکو روسي کاروانونو ساتنه کوي.
دوی تېره اونۍ د رویټرز له خبریالانو سره په دې سیمه کې خبرې وکړې. یوه ساتونکي وویل، « دوی [روسي پوځیان] باید موږ ته مخکې له دې چې ووځي، خبر راکړي».
د دغو اډو راتلونکی چې د روسیې لپاره په منځني ختیز او افریقا کې مهمې دي، اوس د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع په لاس کې دی. هغه غواړي چې د اسد حکومت پرمهال د طرطوس او حمیمیم لاسلیک شوی تړون بیا وګوري، خو داسې ښکاري چې روسیه په بشپړ ډول له دې اډوڅخه نه شړي.
په بدل کې داسې برېښي، چې نوموړی د دې اډو پرځای ډيپلوماتیکه ښکیلتیا او مالي جبران وغواړي.
روسیه په سوریه کې له اووه لسیزو زیاته دخیله پاتې شوې، په ځانګړې توګه له۲۰۱۵ کال وروسته یې د اسد رژیم په پاتې کېدا کې مهم رول درلود.
رویټرز له اتو سوریايي او روسي ډیپلوماټیکو سرچینو سره خبرې کړې، چې د لومړني لوړ پوړي ملاقات جزئیات پکې شریک شوي، چې د شرع او د ولادیمیر پوتین د استازي ترمنځ ترسره شوی و.
د روسیې له خوا د سون توکو، وسلو او غنمو د بیا عرضه کولو غوښتنه ممکن د سوریې لپاره د ژغورنې یوه لاره وي.
د واشنګټن انستیتیوت یوې غړې انا بورشچفسکایا وویل، « مسکو لا هم سوریې ته څه ورکوي، او دا دومره ځواکمنه او ژوره ده چې نه شي کولای له پامه وغورځول شي، روسیه د دمشق حکومت ته اړتیا لري چې د خپلو ګټو ساتنه وکړي».
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په اړه ډیر څه نه دي ویلي، خو هغه له روسیې سره خپلې اړیکې بیا رغولې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د اسد له سقوط سره، د سوریې لپاره فرصت دی « چې نور د ایران یا روسیې له تسلط څخه خلاص شي».
خو د امریکا متحد اسراییل غواړي چې روسیه د ترکیې پر وړاندې یو قوي ملاتړی پاتې شي.
د جنورۍ پر۲۹مه د دمشق په غونډه کې شرع د اسد پر حکومت د روسیې د پورونو لغو کولو غوښتنه وکړه. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوس سوریه تر ۲۰-۲۳ میلیاردو ډالرو پورې بهرني پورونه لري.
په دې درې ساعته غونډه کې د سوریې چارواکو د اسد د راستنېدو موضوع مطرح کړه، خو یوازې په پراخو ټکو کې یې وویل، چې دا د اړیکو بیا جوړولو لپاره کومه ستره ستونزه نه ده.
د روسیې چارواکي نه غواړي اسد تسلیم کړي او په دې اړه یې وویل چې روسیه د خپل اوږدمهاله اتحاد دوام غواړي.
شرع د سوریې د هغو پیسو بیرته راګرځولو غوښتنه وکړه چې د اسد له خوا په مسکو کې سپما شوې، خو د روسیې استازو دا مساله رد کړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه کومه تبصره ونه کړه. د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل، دوی له سوریې سره خپل تماسونه جاري ساتي.
د روسیې پخواني مشاور سرګي مارکوف وویل چې د روسیې لپاره وضعیت ښه دی. هغه زیاته کړه، « د سوریې نوي چارواکي روسیه د دښمن په توګه نه ویني، خو روسیه باید د سوریې حکومت لپاره څه په بدل کې وکړي».
پوتین د دسمبر په میاشت کې د دې اډو لپاره وړاندیز وکړ، چې د بشري مرستو رسولو لپاره وکارول شي، خو د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې، د دې اډو له لارې کومه مرسته نه ده لیږدول شوې.