د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به نن د اروپایي مشرانو په سرمشریزه کې ګډون وکړي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۲

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به نن یکشنبه (د کب ۱۲مه) د اروپایي مشرانو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

‏دغه سرمشریزه چې په لندن کې ترسره کېږي؛ ټاکل شوې چې د برېټانیا پاچا چارلز هم پکې له زېلېنسکي سره وګوري.

‏دغه سرمشریزه څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي، چې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ او ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ لفظي شخړې نړۍوال غبرګونونه را وپارول.

په سپينه ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته ټرمپ وويل، زيلنسکي د سولې خبرو ته حاضر نه دی او پر جګړې ټينګار لري.

زیلنسکي له ټرمپ سره ترلفظي شخړې ورسته برتانیې ته لاړ او هلته یې د دغه هېواد له لومړي وزیر کې‌یر سټارمر سره په ډاونینګ سټریټ کې ولیدل، چېرې چې دواړو مشرانو اوکراین ته د ۲.۸ مېلیارد ډالرو پور ګړندي کولو تړون لاسلیک کړ.

‏د امريکا له‌خوا زيلنسکي ته د رد تر ځواب ورکولو وروسته، اروپايي ټولنې پر خپل پخواني دريځ ټينګار کړی او وايي، د اوکراين ترڅنګ ولاړ دي.

‏د اروپايي ټولنې د کمېسيون مشر اورزولا فون درلاين ويلي، اروپايي ټولنه به اوکراين يوازې پرېنږدي.

‏د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول کاياکالاس د ټرمپ او زيلنسکي ليدنې ته په اشارې پر اېکس پاڼه ليکلي:« نن ثابته شوه، چې نړۍ يو نوي رهبر ته اړتيا لري. دا زموږ اروپايانو مسووليت دی، چې دې بار ته اوږه ورکړو. ګرانه زيلنسکي،‌ زړور او باجراته اوسه، ته يوازې نه يې».

نور خبرونه

رادیو