د برېتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د یکشنبې په ورځ وویل، چې هغه متحده ایالاتو ته د باور وړ متحد په توګه نه ګوري.
نوموړی وایي، چې اروپا باید د اوکراین لپاره تمویل ته دوام ورکړي، ترڅو په قوي دریځ کې د سولې خبرې وشي.
سټارمر په لندن کې د اروپا او نړۍ له نورو مشرانو سره د امنیتي سرمشریزې په پای کې په سپينه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د توندو خبرو تبادلې ته په اشارې سره وویل، چې امریکا یو مهم متحد پاتې شوی دی.
سټارمر وویل: "متحده ایالات د څو لسیزو راهیسې د انګلستان لپاره د باور وړ متحد و او دوام لري." "هېڅ دوه هېوادونه دومره نږدې نه دي، لکه زموږ دوه هېوادونه."
سټارمر وویل، هغه پلان چې دی په اوکراین کې د سولې لپاره پرې کار کوي، موخه یې د متحده ایالاتو ملاتړ ترلاسه کول دي.
نوموړي وویل، چې انګلستان به د اوکرایین لپاره د ۵۰۰۰ هوایی دفاعي توغندیو د صادرولو لپاره ۱.۶ میلیارد پونډه (۲ میلیارد ډالر) ولګوي.
له دې سره، نوموړي خبرداری ورکړ چې اروپا باید د ځان په دفاع کې دروند بوج په خپلو اوږو پورته کړي.
دا غونډه دوه ورځې وروسته له هغه کېږي، چې د اوکراین لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ له خطر سره مخ شو.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په کلکه وغانده او ویې ویل، چې هغه د متحده ایالاتو له ملاتړ څخه منندوی نه دی.