امریکا په سوریه کې د القاعدې یو جګپوړی پوځي مشر وواژه

AP ۱۴۰۳ کب ۱۲

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندې ویلي، چې د سوریې په شمال لویدیځ کې یې په یوه هوایي برید کې د القاعدې سره د تړلې ترهګرې ډلې «حراس الدین» لوړپوړی پوځي مشر محمد یوسف ضیا طلا وژلی دی.

سېنټ کام په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه برید چې د فبرورۍ په ۲۳مه ترسره شو؛ په سیمه کې د سېنټ کام "د ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د روانو هڅو" یوه برخه ده.

د سېنټ کام خبرپاڼه زیاتوي، چې د برید موخه یې په سیمه کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو د ملکي وګړو او پوځي پرسونل پر وړاندې د بریدونو پلان، تنظیم او ترسره کولو لپاره د ترهګرو هڅو مخنیوی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان مایکل اېریک کورېلا وویل:« موږ به د خپل هېواد او د متحده ایالاتو د متحدینو او سیمه‌ییزو همکارانو د دفاع لپاره د ترهګرو لټون او له منځه وړلو ته دوام ورکړو.»

قوماندان اېریک وویل، دغه عملیات د امریکا او د هغې د سیمه‌ییزو ملګرو له‌خوا په سوریه کې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې او د متحده ایالاتو او متحدینو ګټو پر وړاندې یې د بریدونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د پراخو هڅو یوه بېلګه ده.

یوسف ضیا طلا د حراس الدین ( هاد ) ډلې په جوړولو کې کلیدي رول لاره.

هغه د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د جګړې لپاره د القاعدې سره همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کړې وه.

د هغه تر مشرۍ لاندې حراس الدین ډلې هڅه وکړه، چې د سوریې په شمال کې د القاعدې نفوذ پراخ کړي.

تر دې وړاندې د امریکا پوځ (د کب په ۴مه) هم ویلي و، چې د سوریې په شمال لوېدیځ کې یې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د القاعدې یو جګپوړی چارواکی وسیم تحسین برقدار وژلی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه بیان کې دغه کس د "حراس الدین تروریستي سازمان کې د مالي او لوژستیکي لوړ پوړي چارواکي" په توګه یاد کړی و.

نور خبرونه

رادیو