اسراییل په غزه کې د لنډمهالي اوربند د غځولو لپاره د امریکا وړاندیز منلی

AP ۱۴۰۳ کب ۱۲

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته ویلي، د منځني ختیځ لپاره یې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي وړاندیز منلی چې د مسلمانانو او یهودانو دوه مذهبي مناسبتونه د «روژې میاشت او فسحې اختر» لپاره په غزه کې لنډمهالی اوربند وغځوي.

د بنیامین نتنیاهو دفتر نن د یکشنبې په سهار اعلان وکړ، چې په غزه کې نیول شوي نیمایي یرغمل شوي، ژوندي او مړه دواړه به د اوربند په لومړۍ ورځ خوشې شي او پاتې یرغمل شوي کسان به د اوږدمهالي اوربند له هوکړې وروسته خوشې شي.

د نتنیاهو دفتر زیاته کړې:« سټیو وېټکوف د اوسني اوربند د غځولو وړاندیز وروسته له هغه وکړ چې پوه شو، په غزه کې د تلپاتې اوربند لپاره د خبرو اترو لپاره لا نور وخت ته اړتیا ده.»

د حماس ډلې ویاند حازم قاسم د شنبې په ورځ وویل، چې دې ډلې په غزه کې د اوربند د لومړي پړاو د غځولو لپاره د اسراییل "طرحه" رد کړې؛ خو په ښکاره یې د وېټکوف د طرحې یادونه نه‌ده کړې.

د نتنیاهو دفتر ویلي، که چېرې حماس هوکړه وکړي؛ نو اسراییل چمتو دی چې سملاسي د وېټکوف په طرحه خبرې اترې پیل کړي.

بل خوا بیا د نتنیاهو دفتر هم حماس د هوکړې څخه په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل:« که اسراییل احساس وکړي چې خبرې بې پایلې دي؛ نو د هوکړې له مخې کولای شي چې ۴۲ ورځې وروسته بېرته جګړې ته راستون شي.»

اسراییل او حماس یو بل تورنوي، چې دوه میاشتې مخکې د شوي اوربند څخه یې سرغړونې کړې دي.

په غزه کې د اوربند د غځولو په اړه په وروستیو ورځو کې په قاهره کې خبرې روانې دي؛ خو کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

نور خبرونه

رادیو