شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان برید کې ۲ پوځیان وژل شوي او ۱۰ کسه ټپیان دي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۲

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په اېدک سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوځي کاروان ځانمرګي برید دولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ډان ورځپانې ویلي، برید هغه مهال وشو چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځیانو له یوه موټریز کاروان سره وجنګاوه.

په دې چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي، چې په ټپیانو کې دوه ملکي وګړي هم شامل دي.

د ځايي چارواکو په وینا؛ ټپیان او د وژل شویو کسانو جسدونه نږدې روغتون ته لېږدول شوي او سملاسي یې د پېښې په شاوخوا سیمو کې د عاملینو نیولو لپاره چاڼیز پوځي عملیات هم پیل کړي دي.

لا تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو تر دې مخکې تر ډېره د دغه ډول بریدونو پړه «ټي‌ټي‌پي» منلې ده.

تر دې برید یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د (کب ۱۰مه) د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي و، چې امنیتي ځواکونو یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د شمالي وزیرستان په غلام‌خان کلي کې شپږ ترهګر ووژل شول.

له دې جلا د شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د عباسه خټک سیمه کې یوه وسله‌واله نښته شوې، چې په ترڅ کې یې یو وسله‌وال وژل شوی او یو ځايي پولیس افسر ټپي شوی دی.

د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې د پولیسو ګزمې یو ګرځنده ټیم د وسله‌والو تر برید لاندې راغی.

د چارواکي په وینا، وسله‌والو د پولیسو موټر ته د عباسه خټک او وانده شاه ‌اباخېل سیمو ترمنځ کمین نیولی و.

خېبر پښتونخوا څخه نږدې هره ورځ د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي، چې ورسره هم‌مهاله په دغه ایالت کې د یادې ډلې وسله‌وال فعالیتونه چټک شوي دي. «ټي‌ټي‌پي» په خپل یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې یې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې نږدې یو نیم سل بریدونه کړي چې کابو «۱۸۰ پاکستاني پوځیانو» ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان اندېښنه دا ده، چې د افغان طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړل شوي او له همدې امله د دوی په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو کچه لوړه شوې ده.

دا هغه ادعا ده، چې طالبانو په وار، وار رد کړې ده.

د خېبر پښتونخوا سیاست‌وال هم په خپل ایالت کې نا امنیو تنګ کړي‌ او د پاکستان په مرکزي حکومت او پوځ یې نیوکې کړې، چې په لوی لاس یې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ اور بل ساتلی دی.

نور خبرونه

رادیو