د هند په همالیا ایالت کې د واورو ښوېیدو له امله د مړو شمېر ۸ تنو ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ کب ۱۲

د هند د همالیا ایالت په اتراکنډ کې د واورې ښوییدنې له امله د مړو شمېر اتو تنو ته ورسېد.

هندي چارواکو په دې سیمه کې د بند پاتې کارکوونکو د ژغورنې عملیات هم بشپړ کړي دي.

د جمعې په ورځ د همالیا ایالت په چمولي ولسوالۍ کې وروسته له هغه د لټون پراخ عملیات پیل شول، چې د واورې ښویېدنې له امله د سرحدي سړکونو سازمان ۵۰ کارګران په واورو کې ډوب شول.

د هند دفاع وزارت د یکشنبې په ماښام وویل، چې د وروستي ورک شوي کس مړی یې هم موندلی دی.

دغه وزارت په خپل اېکس کې لیکلي. " د مانا کلي د بیارغونې د کارګرانو د ژغورنې عملیاتو پای ته رسېدلي دي ،"

د هند پوځ دا هم ویلي، چې ژغورل شوي کارکوونکي تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې د قناعت وړ دی.

نور خبرونه

رادیو