د ترکیې د انرژۍ وزیر الپ ارسلان بیرقدار وایي، چې د ترکمنستان ګاز به د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) د ایران له لارې ترکیې ته انتقال شي.
هغه زیاته کړه: «دا ګاز به په لومړي کال کې یو نیم میلیون کورونو ته ووېشل شي او هڅه به وکړو چې د کال په پای کې د وارداتو کچه لوړه کړو.»
نوموړی وایي، چې په دې برخه کې د ۵ کلونو تمدید په لټه کې دي او له دې وروسته به د کاسپین سمندر له لارې د ګازو لېږد تعقیب او د منځنۍ او اوږدې مودې لپاره د ګاز لېږد پایپونو له لارې د داخلي مصرف سربېره اروپا ته ګاز صادر کړي.
د تركيې د انرژۍ وزير همداراز وويل: «موږ اوسمهال له ۱۴ سیمو څخه ګاز واردوو او همدارنګه په يونان او بلغاريا كې دوه ځایونو ته ګاز صادروو.»
الپ ارسلان زیاته کړه، د دې اونۍ په پای کې به د ترکیې له اګدیر څخه نخچیوان ته د ګازو د لېږد پروژه هم پیل شي او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو رجب طیب اردوغان او الهام علییف له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې به نخچیوان ته د ګازو د لېږد پروسه پیل شي.