د بریټانیا لومړي وزیر له ټرمپ سره د کتنې لغو کولو غوښتنې رد کړې

AP ۱۴۰۳ کب ۱۲

د برېتانیا لومړي وزیرکییر سټارمر د یکشنبې په ورځ له ټرمپ سره د کتنې د لغو کولو په تړاو د سیاسي ګوندونو غوښتنې رد کړې.

دا غوښتنې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د ټرمپ او د هغه د مرستیال د سپینې ماڼۍ له جنجال پاروونکې ناستې وروسته شوې دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د سکاټلنډ ملي ګوند او ځینو نورو سیاستوالو له ټرمپ سره د رسمي کتنې د لغو کولو غوښتنه وکړه.

سټارمر ویلي، چې دی به دا غوښتنې ونه مني، ځکه دا د اروپا د سولې مساله ده او د بریټانیا کورنۍ سیاسي ناندرۍ نه دي.

سټارمر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دغه دولتي سفر باید لغو شي، پر سیاستوالو نیوکه وکړه، چې دده په وینا، داسې مهال له واشنګټن سره د اختلاف پراخېدو غوښتنه کوي، چې اروپا له واقعي ناوړه شیبې سره مخ ده. سټارمر بي بي سي ته وویل، « زه د ایس اېن پي او نورو په خبرو چې هڅه کوي لفاظۍ ډېرې کړي، نه تېروځم».

ټرمپ، چې مور یې له سکاټلنډه وه د برېتانیا د شاهي کورنۍ په اړه تل مثبته تبصره کړې.

د بریټانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټې پخوانۍ رییسه الیشیا کیرنس وايي، سفر باید تر هغه وځنډول شي چې امریکا د اوکراین لپاره امنیتي ضمانت ورکړي.

په ورته وخت کې په یوه انلاین غوښتنلیک کې، چې د سفر د لغو کولو غوښتنه پکې شوې، تراوسه ۷۰ زره لاسلیکونه راټول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو