د پاکستان د پولیو پروګرام وايي، د روغتیا په ملي انسټیټیوټ کې د پولیو له منځه وړلو لابراتوار سند ایالت کې تازه د کوزڼ ناروغۍ یوه مثبته پېښه تایید کړې ده.
دا په روان ۲۰۲۵ کال کې په دې ایالت کې څلورمه او په پاکستان کې د کوزڼ شپږمه مثبته پېښه ده.
د پاکستان د اېکسپریس ټربیون د رپوټ له مخې په ځینو سیمو کې د کوزڼ پېښو د دوام په اړه اندېښنې موجودې دي.
تیر کال، په پاکستان کې د کوزڼ ۷۴ پېښې ثبت شوې وې، چې بلوچستان کې ۲۷ او سند کې ۲۳ تر نورو صوبو ډېرې پېښې ثیبت شوې وې.
پښتونخوا کې ۲۲ پېښې او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه یوه پېښه ثبت شوې وه.
په پاکستان کې په داسې وخت کې د کوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبتیږي، چې په دغه هېواد کې په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق کېږي.
پولیو یوه وژونکې ناروغي ده، چې د فلج لامل کیږي او درملنه نلري.
واکسین کول، په ځانګړې توګه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره، د ویروس د خپریدو د مخنیوي ترټولو اغیزمنه لاره ده.
په پاکستان کې روغتیایی چارواکي په ماشومانو کې د لوړ معافیت ډاډ ترلاسه کولو لپاره د واکسین کولو بشپړ مهالویش بشپړولو په اهمیت ټینګار کوي، په ځانګړي توګه د سیند په څېر سیمو کې چیرې چې پیښې ډیرې شوي دي.
د پولیو پروګرام په فعاله توګه په ټول پاکستان کې د واکسین کمپاینونه په لاره اچولي دي، د ۲۰۲۵ کال په ټول هیواد کې د پولیو لومړی کمپاین له لارې د دې میاشتې په پیل کې ۴۵ ملیون څخه زیاتو ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی دی.
سعودي عربستان په ریاض کې د څلورم نړۍوال بشري فورم د غونډې پرمهال اعلان وکړ، چې په افغانستان او پاکستان کې به د پولیو د له منځه وړلو لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته وکړي. وايي، دغه مرستې به په دواړو هیوادونو کې یوازې د پولیو په له منځه وړلو لګول کیږي.
سعودی عربستان ویلي، دغه مهمې مرستې به په سملاسي توګه د پولیو د له منځه وړلو نړۍوال پروګرام ته ورکړل شي، چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو له خپرېدو او مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.