ټرمپ سره تر ناندریز بحث وروسته زیلنسکي: ټرمپ ته درناوی لرم خو هېڅکله ترې بښنه نه غواړم

AP ۱۴۰۳ کب ۱۱

په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه له مرستیال سره تر ناندریز بحث وروسته ولادیمیر زیلنسکي فاکس نیوز ته ویلي، چې ټرمپ ته درناوی لري؛ خو هېڅکله به ترې بښنه ونه غواړي.

د دواړو ولسمشرانو دغه بحث نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د ټرمپ او او زیلنسکي ترمنځ د پنجشنبې په ورځ د (کب ۱۰مه) په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین او روسيې ترمنځ پر روانې جګړې توندې څرګندونې وشوې او د امریکا ولسمشر هغه ته ګواښ وکړ چې په راتلونکو دوه اونیو کې له روسیې سره سوله وکړي.

په نړیوالو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې څرګندیږي، چې زیلنسکي په دغو ناندریو کې د امریکا پر ولسمشر ټینګار کاوه، چې باید په سوله کې د اوکراین شرطونه ومنل شي؛ خو ښکاریده چې ټرمپ د هغه خبرو ته چندان ارزښت نه ورکاوه او برعکس یې پرې لفظي بریدونه وکړل.

له زیلنسکي څخه فاکس نیوز شبکې په یوې ځانګړې مرکه کې وپوښتل، چې ایا له ټرمپ څخه به بښنه وغواړي، هغه ځواب کې وویل: «زه د امریکا ولسمشر او خلکو ته درناوی لرم.»

هغه زیاته کړه: «زه نه یم ډاډه چې کومه بده کړنه مې ترسره کړې ده. ځینې وختونه داسې مسایل وي، چې باید له رسنیو لرې بحث پرې وشي.»

زیلنسکي په غیر مستقیم ډول اشاره وکړه، چې د ده او ټرمپ د لومړۍ مخامخ لیدنې پر مهال د خبریالانو شتون مناسب کار نه و.

دواړو ولسمشرانو په غوڅ دایروي دفتر کې د نړۍ پر وړاندې له یو بل سره ولیدل او ډونالډ ټرمپ د خبریالانو پر وړاندې زیلنسکي ته وویل: «ته له درېیمې نړیوالې جګړې سره قمار کوې او ته چې کوم کار کوې هغه ستا د هېواد بې احترامي ده، چې له تا څخه یې خورا ډېر ملاتړ کړی دی.»

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې ټرمپ اوس مهال د اوکراین لپاره د پوځي مرستو د بندولو په اړه غور کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین اوس مهال له روسیې سره په سخته جګړه کې ښکېل دی او د دغه جګړې له کبله د اوکراین ځینې ښارونه ویجاړ شوي او میلیونونه اوکرایانیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي‌ دي.

د نړۍ د یو شمېر ډېرو هېوادونو له زیلنسکي سره د ټرمپ چلند غندلی او کارپوهان په دې باور دي، چې ټرمپ په دې کار سره د امریکا باور ته لوی زیان ورساوه او ښايي خپل ډېری متحدان ترې په شاه شي.

نور خبرونه

رادیو