رویټرز د امریکا د دفاع وزارت چارواکو له قوله وایي، چې امریکا د درې میلیارده ډالرو په ارزښت په اسراییل د نویو بمونو، چاودېدونکو توکو او نورو پوځي تجهیزاتو پلور تایید کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د دغو مهماتو او تجهیزاتو سپارل به په راتلونکي ۲۰۲۶ کال څخه پیل شي، خو کېدای شي ځینې وسلې ښايي له امریکايي زېرمو په سملاسي ډول چمتو او ژر اسراییل ته واستول شي.
دا په نږدې یو میاشت کې دویم ځل دی، چې امریکا د وسلو لویه محموله اسراییل ته لېږي، د تېرې فبروۍ میاشتې په ورستیو کې هم د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی و، چې پر اسراییل د پلور لپاره یې د ۶.۷۵ میلیارده ډالرو یو بسته تصویب کړې، چې یاده کڅوړه به د ۶۶۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د دوزخ توغندیو په ګډون د بوینګ شرکت سره د مهماتو، لارښوونې بستې او فیوزونه شامل دي، یوه نوې کړکۍ پرانیزي.
هغه وخت یاده پرېکړه د امریکا په استازو جرګې کې د بهرنیو اړیکو کمیټې، دیموکرات استازي ګریګوري میکس، غندلې وه او ویلي و: «دا د وسلو د لویو پلورونو په اړه د کانګرس د اوږدې مودې څېړنو د مثال ماتول دي.»
هغه وویل، چې د خرڅلاو په اړه یې خپلې اندیښنې له حکومت سره شریکې کړې، خو حکومت د اسنادو یا د توجیه په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.
دا پریکړه د حکومت د یوې مساوي څانګې په توګه د کانګرس لپاره د درناوي نشتوالی ښیې.
د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو په باور د امریکا لخوا په اسراییل د وسلو دغه پلور په داسې حال کې کیږي، چې دوی په نړېواله کچه د بشري حقونو د ټینګښت ادعاوې هم کوي.