د کردستان کارګر ګوند یا پي کې کې د خپل مشر د غوښتنې په ځواب کې اعلان وکړ چې له ترکیې سره له جګړې لاس اخلي او اوربند غوره کوي. دې ډلې هیله څرګنده کړې چې مشر یې عبدالله اوجلان له بند خوشی شي ترڅو پخپله د دغه ګوند د بې وسلې کولو پروسه رهبري کړي.
د پي کې کې اجرایوي کمیټې په اعلامیه کې ویلي، چې اوربند سر له نن پیل دی.
په اعلامیه کې ټینکار شوی، چې د اوربند اعلان د سولې او ډیموکراټیکې ټولنې د رامنځته کولو لپاره یو غوره ګام دی.
د پي کې کې اجرایوي کمېټه چې د عراق په شمال کې میشته ده وایي:« زموږ هیڅ یو ځواک به وسله پورته نه کړي، تر هغه چې په نښه نه شي.»
د پي کې کې مشر عبدالله اوجلان چې په بند کې دی له دې مخکې یې له خپلې ډلې غوښتني و چې وسله پر ځمکه کښیږدي او منحل شي.
د ترکیې ولسمشر د اوجلان د دې غوښتني ملاتړ کړی دی.
د ترکیې د حکومت او د دغې ډلې ترمنځ د څلویښتو کلو راهیسې وسله واله شخړه دوام لري او دا اوربند به د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو په لور یو لوی ګام وي.
که د اوربند دا اقدام بریالی شي د سیمې لپاره پراخې اغیزې ولري.
د ترکیې حکومت په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو کې د کردانو د پاڅون د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړې، خو ناکامې او د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شو.
پي کې کې د دې پروسې د پرمختګ لپاره ویلي، «چې اوجلان ته باید "فزیکي ازادي” ورکړل شي، د ژوند او کار شرایط ترلاسه کړي، د هر هغه چا سره اړیکې جوړې کړای شي چې هغه یې غواړي،»
خو دا تر اوسه څرګنده نه ده چې ترکیه به دا غوښتنه ومني.
پر همدغه مهال د د ترکیې د عدلیې وزیر د سي این این ترک سره په خبرو کې ویلي، چې د بښنې، کورني بند یا نورو انتخابونو په اړه بحث او هیڅ ډول خبرې نه دي شوې.
د پاڅون پای ته رسول به د کردانو تر کنټرول لاندې او د تیلو بډایه شمالي عراق کې دوامداره شخړه له منځه یوسي.