د کاناډا لومړی وزیر د اورپایي مشرانو سرمشریزه کې د ګډون په موخه لندن ته لاړ

AP ۱۴۰۳ کب ۱۱

د کاناډا لومړی وزیر جسټین تروډو د شنبې په سهار د اروپایي مشرانو سرمشریزه کې د ګډون په موخه لندن ته ولاړ.

دغه سرمشریزه به په اوکراین کې د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره شرایط وټاکي.

د سي بي سي نیوز د راپور له مخې، دغه سرمشریزه به د اروپایي مشرانو په ګډون د یکشنبې په ورځ (د مارچ دویمه) ترسره او د ټرمپ له دره رټل شوی زېلېنسکي به په کې وینا وکړي.

کییف او واشنګټن تمه لرله، چې د معدني تړون لاسلیک کول به له اوکراین سره د روسیې د جګړې پای ته رسولو کې حیاتي رول ولوبوي، خو زېلېنسکي د ټرمپ سره د توندو خبرو له تبادلې وروسته له متحده ایالاتو سره د معدني تړون لاسلیک کولو پرته سپینه ماڼۍ پرېښوده او ووت. ټرمپ ویلي، چې زېلېنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، د سولې خبرو ته اماده نه دی او کله چې اماده شو کولی شي بېرته راشي.

اروپا د روانې میاشتې په پیل کې د ټرمپ له‌خوا روسیې سره د اړیکو د پراختیا په اړه وېره پیدا کړې او د خپلو دفاعي پلانونو په جوړولو بوخت دي.

کله چې د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر واشنګتن ته د خپل سفر پر مهال ټرمپ سره د دغې سرمشریزې په اړه خبرې اترې کولې، کاناډا یو د هغو هېوادونو په توګه چې د یکشنبې په ورځ دغې غونډه کې ګډون کوي یاد نه کړ.

سټیو هیویټ چې د برېتانیا بیرمنګهم پوهنتون کې د کاناډا د مطالعاتو استاد دی، سي بي سي نیوز ته وویل چې دغې سرمشریزې ته د ټروډو تګ دا پیغام له ځان سره لري چې اتوا له خپلو متحدیدو سره ولاړه ده.

هیویټ زیاته کړه: «دا په ډېری اړخونو کې د سیاسي بیان یوه بڼه ده، د دغې غونډې شاوخوا ډېر خلک سمبولیک دي.»

هغه دا هم وویل، چې دغه سمبولیک موجودیت د زېلېنسکي لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د ټروډو او بېلابېلو اروپایي مشرانو ملاتړ ښکاره کوي.

دا یو روښانه او له ټرمپ سره په ټکر کې موقف دی.

د نوموړي په وینا: «دا ډېره عجیبه ده چې امریکا د اروپا د امنیتي اندېښنو په وړاندې مقاومت کوي.»

که څه هم سټارمر ویلي دي، چې برېتانیا به د امریکا او اروپایي اتحادیې ترمنخ د یو پُل په توګه دریځ غوره کړي، خو هیویټ وویل چې د برېتانیا لومړی وزیر غواړي دواړه اړخونه خوښ وساتي، خو ممکن دا سناریو برعکس شي.

بل‌خوا، کاناډا بیا هڅه کوي چې د امریکا پرته له نورو شریکانو سره قوي اړیکې جوړې کړي.

په دغه سرمشریزه کې د سټارمر له خوا د ناتو، اروپایي کمېسیون او د فرانسې، جرمني، ډنمارک، ایټالیا او هالنډ په ګډون لسګونه نورو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو