د ناټو سرمنشي مارک روته د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې شوې کړکېچنه ناسته «خواشینونکې» وبلله او ویې ویل، چې زېلېنسکي باید د ټرمپ او د امریکا له حکومت سره د خپلو اړیکو د رغولو لاره ومومي.
روته وویل، چې له دې کړکېچنې لیدنې وروسته یې دوه ځله له زېلېنسکي سره خبرې کړې دي، خو نه شي کولی هغه جزییات افشا کړي چې د اوکراین ولسمشر د خپل امریکایي سیال سره د لیدنې په اړه ورسره شریک کړي دي.
هغه زیاته کړه: «ما ورته په ښکاره ډول وویل، چې موږ باید هغه څه ته درناوی وکړو چې ټرمپ د اوکراین لپاره ترسره کړي دي.»
د ناټو سرمنشي په دې ټینګار سره چې اوکراین به د امریکا له ملاتړ پرته «هېڅ ځای» ته نه وای رسېدلی وویل: «زېلېنسکي ته مې وویل، چې باید د هغو اقداماتو پر ارزښت اعتراف وکړي چې ټرمپ او امریکا د اوکراین لپاره کړي دي.»
د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ په سپینه ماڼې خبرې اترې په لفظي شخړې واوښت او له دغه کړکېچن مجلس وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې زېلنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، د سولې خبرو ته اماده نه دی او کله چې اماده شو کولی شي بېرته راشي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ترخو خبرو تبادلې وروسته له متحده ایالاتو سره د معدني تړون لاسلیک کولو پرته سپینه ماڼۍ پرېښوده او ولاړ.
ټرمپ له غونډې څو دقیقې وروسته پر اېکس پاڼې ولیکل: "نن مو په سپینه ماڼۍ کې یوه ډېره مهمه ناسته درلوده. موږ داسې څه زده کړل چې پرته له دې ډول سختو خبرو اترو او فشار نه یې درک ناشونی و. دا حیرانوونکې ده چې احساسات څه ډول پټې خبرې رابرسېره کوي."
ورپسې زېلېنسکي پر اېکس ولیکل: «له امریکا څخه، ستاسو د ملاتړ لپاره مننه، د دې لیدنې لپاره مننه. له کانګرس او د امریکا له خلکو څخه مننه. اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري او موږ په سمه توګه دا کار کوو.»
په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ تر پروني کړکېچن مجلس یوه ورځ وروسته د اوکراین ولسمشر د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پانې له فاکس نيوز سره د مرکې انځور او ځينې برخې نشر کړې دي.
زېلېنسکي د ټرمپ په منځګريتوب د جګړې پای ته رسولو ته په اشارې وویل: «موږ ته د ټرمپ ملاتړ مهم دی، هغه جګړه پای ته رسول غواړي؛ خو له موږ زيات هېڅوک سوله نه غواړي، له روسيې سره جګړه د اوکراین د ازادۍ او بقا لپاره ده»
زېلېنسکي زياته کړه، چې د روسیې په اړه د اوکراین دريځ نه شي بدلولی او له امنيتي تضمین پرته اوربند د دوی لپاره خطرناک دی.
د هغه په خبره: «روسان موږ وژني، روسیه مو دوښمنه ده او دا هغه حقیقت دی چې موږ ورسره مخ یو. اوکراین سوله غواړي، مګر دا باید عادلانه او تلپاتې سوله وي. سوله یوازې هغه وخت راتلی شي کله چې موږ پوه شو د امنیت تضمین لرو.»
زېلېسنکي زياتوي، چې که ناټو کې د اوکراین غړیتوب ونه منل شي نو له روسیې سره د سولې صورت کې د امریکا او متحدینو امنیتي تضمین یوه روښانه جوړښت ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، اروپا چمتو ده چې په بېړنیو حالاتو کې د پوځ په تمويل کې ور سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترک سرچینو رویټرز ته ویلي، چې انقره به په دغه سرمشریزه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو د منځګړیتوب وړاندیز وکړي.