د ټرمپ او زېلېنسکي تر کړکېچن مجلس یوه ورځ وروسته د اوکراین ولسمشر وویل، چې دوی له روسیې سره د جګړې ختمېدو لپاره «عادلانه او تلپاتې سوله» غواړي او له امنيتي تضمین پرته د اوکراین لپاره اوربند خطرناک دی.
نوموړي په پرله پسې توګه د امریکا او ټرمپ پر همکارۍ او ملګرتیا ټينګار وکړ.
په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ تر پروني کړکېچن مجلس یوه ورځ وروسته د اوکران ولسمشر د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پانه له فاکس نيوز سره د مرکې انځور او ځينې برخې نشر کړې دي.
زېلېنسکي د ټرمپ په منځګريوب د جګړې پای ته رسولو ته په اشارې زياته کړې: «موږ ته د ټرمپ ملاتړ مهم دی، هغه جګړه پای ته رسول غواړي؛ خو له موږ زيات هيڅوک سوله نه غواړي، له روسيې سره جګړه د اوکراین د ازادۍ او بقا لپاره ده»
زېلېنسکي زياته کړه، چې د روسیې په اړه د اوکراین دريځ نه شي بدلولی او له امنيتي تضمین پرته اوربند د دوی لپاره خطرناک دی.
«روسان موږ وژني، روسیه دښمنه ده، او دا هغه حقیقت دی چې موږ ورسره مخ یو. اوکراین سوله غواړي، مګر دا باید عادلانه او تلپاتې سوله وي. سوله یوازې هغه وخت راتلی شي کله چې موږ پوه شو د امنیت تضمین لرو.»
نوموړي ویلي، چې د امنيتي تضمینونو په لور د لوموړي ګام اخیتسلو لپاره د کانونو تړون لاسیلیک ته چمتو دی.
د هغه په خبره، د سولې غوښتلو لپاره امریکا ته د ټرمپ لیدو ته تللی و او د کانونو تړون لاسلیک د امنیت د تضمین او سولې ته د نژدې کېدو لومړی ګام دی.
د اوکراین ولسمشر مني چې د روسیې د بریدونو په مقابل کې په سخت وضعت کې دي؛ خو له امنیتي تضمين پرته جګړه نه شي درولی.
زېلېسنکي زياتوي، چې که ناټو کې د اوکراین غړیتوب ونه منل شي نو له روسیې سره د سولې صورت کې د امریکا او متحدینو امنیتي تضمین یوه روښانه جوړښت ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، اروپا چمتو ده، چې په بيړنیو حالاتو کې د پوځ په تمويل کې ور سره مرسته وکړي.
د هغه په خبره، اوکراينیان د امریکا قوي دريځ اورېدل غواړي او په ګډه د پوتين په وړاندي قوي ګامونه پورته کولی شي.
«دا د پوهیدو وړ ده چې امریکا ممکن له پوتین سره د خبرو په لټه کې وي. مګر امریکا تل د ځواک له لارې د سولې په اړه خبرې کړې دي. په ګډه موږ کولی شو د پوتین په وړاندې قوي ګامونه پورته کړو.»
اوکرايني ولسمشر له تيرو درېیو کلونو راهیسي پر اوکراين د روسیې د يرغمل پر مهال د امریکا له مرستو مننه کړې.
هغه لیکلي: « زه غواړم مننه وکم، د امریکا مرستې زموږ ژوندي پاتې کېدو لپاره حياتي وه، له ټرمپ سره دسختو خبرو اترو سره سره موږ ستراتيژیک ملګري يو.»
ولادیمیر زېلنسکي له ټرمپ سره تر پرونیو خبرو وروسته نن د بریتانیا پلازمېنې لندن ته ورسېد. نوموړی به د اروپايي مشرانو په سرمشریزه کې ګډون وکړي چې د دفاعي بودیجي پر زیاتولو سربېره پر نورو مسلو هم سره خبرې کوي.
په دا مهال ترک سرچینو رویټرز ته ویلي چې انقره به په دغه سرمشریزه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو د منځګړتوب وړاندیز وکړي.