د برېټانیا لومړي وزیر سر کېیر سټارمر ویلي، چې هیواد به یې د اوکراین کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه دا خبره د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو تر ناندریز بحث وروسته له هغوی دواړو سره تر ټلیفوني خبرو وروسته وکړه.
په سپینه ماڼۍ کې د ټرمب او زیلنسکي ترمنځ د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په تړاو خبرې اترې پر سختو ناندریو او ان لفظي شخړه بدلې شوې، چې په نړۍ کې یې غوغا راپورته کړه.
د برېټانیا د لومړي وزیر دفتر (داونینګ سټریټ) ویلي، چې ټرمپ او زیلنسکي پلان درلود چې د اوکراین د کانون په اړه یو تړون لاسلیک کړي، خو دا هوکړه لغوه شوه.
ویل شوي و، چې دغه تړون امریکا ته اجازه ورکوله، چې د اوکراین له طبیعي سرچینو ګټه واخلي؛ خو شرط یې دا و، چې امریکا به په پوځی برخه کې د اوکراین ملاتړ پراخوي.
د خبرو اترو پر مهال ټرمپ زیلنسکي تورن کړ چې «د دریم نړیوال جنګ سره لوبه کوي» او ټینګار یې وکړ چې زیلنسکي باید د امریکا د مرستو مننه وکړي.
دا لفظي شخړه په داسې وخت کې وشوه، چې د امریکا او اوکراین اړیکې په دې وروستیو کې ترینګلې شوې دي.
ټرمپ مخکې زیلنسکي ته «ډیکټاټور» کلیمه کارولې وه او لامل یې دا بلل کیده، چې په اوکراین کې یې د جګړې له کبله د ټاکنو بهیر ځنډولی او همدا راز یې اوکراین له روسیې سره د سولې د خبرو اترو له لومړني پړاو څخه اېستلی دی.
د بریټانیا لومړی وزیر چې غواړي خپل هېواد یې د اروپا او امریکا ترمنځ د یوه پله رول ولوبوي، هڅه کوي د سپینې ماڼۍ له دې ترینګلي وضعیت وروسته د اوکراین او امریکا ترمنځ اړیکې بېرته ورغوي.
د داونینګ سټریټ ویاند وویل: «لومړي وزیر نن شپه له ولسمشر ټرمپ او ولسمشر زیلنسکي سره خبرې وکړې. هغه یو ځل بیا له اوکراین خپل کلک ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې د اوکراین د حاکمیت او امنیت پر بنسټ، د سولې د یوې تلپاتې حللارې لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.»
دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه، چې اروپايي مشران د اوکراین د ملاتړ لپاره سره یوه خوله شول.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني لومړی وزیر اولاف شولز، د پولنډ لومړی وزیر دونالد توسک، او د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا فون در لاین له هغو مشرانو څخه وو چې له زیلنسکي سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
د ایرلنډ لومړي وزیر میشل مارتین د ټرمپ او زیلنسکي دا مخامخ شخړه «بېسارې او د اندېښنې وړ» وبلله.
هغه چې همدا اوونۍ یې له زیلنسکي سره لیدنه کړې وه، د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د ولسمشر زړورتیا یې وستایله.
په همدې حال کې د بریټانیا د محافظه کار ګوند مشر کمی بادنک له دواړو لورو وغوښتل چې «له درناوي ډکې ډیپلوماسۍ» څخه کار واخلي او خبرداری یې ورکړ، چې «که لویدیځ سره وویشل شو، دا به یوازې د روسیې په ګټه وي.»
د بریټانیا پارلمان کې د سکاټلنډ د ملي ګوند مشر اسټیون فلین وړاندیز وکړ، چې ټرمپ ته دې د دویم ځل لپاره د دولت په کچه د بلنې ورکول وځنډول شي.
د سپینې ماڼۍ د خبرو اترو پر مهال ټرمپ د هغه مرستیال جي ډی ونس او زیلنسکي ترمنځ سخت بحث وشو.
ټرمپ زیلنسکي ته وویل: «تاسو له میلیونونو خلکو سره لوبې کوئ او دریمې نړۍوالې جګړې لپاره قمار وهئ.»
زیلنسکي خبرداری ورکړ، چې که امریکا له اوکراین سره خپل ملاتړ ودروي «دا به ټوله نړۍ احساس کړي.»
ټرمپ ځواب ورکړ: «موږ ته مه وایاست چې موږ به څه احساس کړو. موږ هڅه کوو ستونزې ته حل پیدا کړو.»
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډی ونس له زیلنسکي وپوښتل: «ولسمشره، ولې مو د غونډې پر مهال له امریکا د نظامي مرستو مننه ونه کړه؟»
ونس زیاته کړه: «زه فکر کوم دا مناسبه نه ده، چې سپینې ماڼۍ ته راشئ او هڅه وکړئ دا موضوعات د امریکا د رسنیو مخې ته راپورته کړئ. همدا اوس ستاسو پوځ له سرتېرو سره ستونزه لري او تاسو باید د ولسمشر ټرمپ هڅې وستایئ چې غواړي دا جګړه ختمه کړي.»
له دې سختو خبرو وروسته زیلنسکي د سپینې ماڼۍ غونډه له وخته مخکې پرېښوده، د کانونو تړون یې لغوه کړ او ګډه خبري ناسته هم ونه شوه.
ټرمپ وروسته په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشال» کې ولیکل: «زیلنسکي داسې سولې ته چمتو نه دی، چې امریکا په کې ښکېله وي، ځکه فکر کوي زموږ حضور به هغه ته په خبرو کې برتري ورکړي.»
خو ټرمپ وویل، چې لا هم چمتو دی له زیلنسکي سره خبرې وکړي: «هغه چې هر کله سولې ته چمتو شو، بېرته سپینې ماڼۍ ته راتللی شي.»
زیلنسکي هم په اېکس کې د امریکا له مرستو مننه وکړه: «له امریکا مننه، ستاسو د ملاتړ مننه، له دې لیدنې مننه. له ښاغلي ټرمپ، کانګرس او د امریکا له خلکو مننه. اوکراین عادلانه او دوامداره سولې ته اړتیا لري او موږ همدې ته ژمن یو.»
په داسې حال کې چې ټرمپ فلوریډا ته روان و، وویل، چې زیلنسکي غوښتنه کړې وه چې بېرته سپینې ماڼۍ ته لاړ شي، خو ټرمپ ورسره ونه منله. هغه زیاته کړه: «هغه غواړي همدا اوس بېرته راشي، خو زه دا کار نه شم کولی.»
ټرمپ وویل: «زموږ خبرې هغسې چې په کار وه ونه شوې.».
تمه کېږي چې د برېټانیا لومړی وزیر سر کېیر سټارمر به د یکشنبې په ورځ له اروپايي مشرانو سره په داونینګ سټریټ کې غونډه وکړي.
ویل کېږي چې زیلنسکي به هم په کې برخه واخلي او دوی به د اوکراین د سولې له احتمالي تړون وروسته د امنیتي تضمینونو پر سر بحث وکړي.
سټارمر باور لري چې د اوکراین د سولې تړون باید د امریکا له ګډون پرته ونه شي.