د ټرمپ او زېلنسکي ناندریو پسې ترکیه بیا د روسیې او اوکراین د خبرو منځګړتوب غواړي

AP ۱۴۰۳ کب ۱۱

ډيپلوماټيکو سرچينو رويټرز ته ويلي، چې ترکيه به د لندن په سرمشريزه کې یو ځل بیا د روسیې او اوکراین د خبرو د منځګرتوب وړانديز وکړي.

پر اوکراین د روسیې له بريدونو څو میاشتې وروسته په ۲۰۲۲ کال کې هم ترکیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړيو سوله ییزو خبرو کوربه وه.

په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ تر پروني کړکېچن مجلس وروسته رويټرز خبري اژانس ته د شبنې په ورځ ډیپلوماټيکې سرچینې ويلي، د ترکيې بهرنيو چارو وزير به د یکشنبې په ورځ په لند کې د اروپايي مشرانو په غونډه کې یو ځل بیا د اوکراین او روسيې ترمنځ د سولې خبرو د کوربتوب وړانديز وکړي.

په خبر کې د سرچینې له قوله ويل شوي، چې د ترکيې بهرنيو چارو وزير هاکان فیدان به د انقرې د هڅو په اړه اروپايي مشرانو ته معلومات ورکړي، ترڅو د جګړې د پای ته رسولو لپاره «عادلانه او تلپاتې سوله» ومومي.

په دې غونډه کې به د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتيا او حاکمیت لپاره د انقرې ژمنې هم تایید کړي.

تمه کېږي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د بیا منځګړیتوب د وړانديز لپاره به، هاکان فیدان د ۲۰۲۲ په مارچ میاشت کې د همدې دوو هېوادونو ترمنځ د خبرو مخکني کوربتوب ته هم اشاره وکړي.

سرچينې وایي نوموړی به ټينګار وکړي، چې ټول اړخونه په ګډه په خبرو کې د دوامداره سیمه یيز امنیت او ثبات او همدا رنګه پر اقتصادي سوکالۍ تمرکز وکړي.

په خبر کې ويل شوي، چې انقرې له ۲۰۲۴ کال راهیسې په پرله پسې ډول د اوربند غوښتنه کړې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا د نوښت هرکلی کړی، خو د ټرمپ او زېلېنسکي دا خبرې پرون په ناندریو واوښتې.

د روسیې او اوکراین د جګړې له پيل راهيسي ترکيې له دواړو سره ښې اړيکې ساتلې دي.

کیف ته یې پوځي ملاتړ ورکړی او د مسکو په وړاندې يې د لويديځ په بندیزونو کې له ګډون ډډه کړې.

د اوکراین ولسمشر تېره مياشت ترکيې ته تللی و. د دوشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په انقره کې خبرې وکړې.

د پنځشنبې په ورځ هم د امریکا او روسیې پلاوي د خپلو سفارتونو د عملياتو په اړه د دوه اړخیزو مسلو د حل لپاره په استانبول کې سره وليدل.

نور خبرونه

رادیو