د مصر دوو امنیتي سرچینو د جمعې په ورځ ویلي، چې په قاهره کې د اسراییلي پلاوي موخه په غزه کې د اوربند د لومړي پړاو د ۴۲ نورو ورځو د تمدیدولو په اړه خبرې اترې دي. خو حماس دا نه غواړي.
سرچینو رویټرز ته ویلي، چې حماس د دې تمدید مخالفت کوي او د معاملې دویم پړاو ته په تګ ټینګار کوي هاغه رقم چې په اصل کې موافقه شوې وه.
دویم پړاو د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کول دي.
د اوربند لومړی پړاو د شنبې په ورځ پای ته رسېږي او د جګړې ښکېلو غاړو تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې که تر هغه وخته کومې هوکړې ته ونه رسېږي، څه به کېږي. د اسراییل او حماس ترمنځ مصر او قطر د امریکا په ملاتړ د خبرو منځګړیتوب کوي.
حماس د جمعې په ورځ په یوه بیان کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې پر اسراییل فشار راوړي چې له کوم ځنډ پرته سمدستي دویم پړاو ته داخل شي.
د اسراییل دوو حکومتي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اسراییل د لومړي پړاو د غځولو په لټه کې دی، پهداسې حال کې چې حماس هره اونۍ د اسراییل لهخوا د نیول شویو فلسطینیانو په بدل کې درې یرغمل خوشې کوي.