ټي ټي پي: مولانا حامدالحق د پاکستان د سیاسي او مذهبي ډلو د ځپونکو پالیسیو په دوام ووژل شو

AP ۱۴۰۳ کب ۱۰

تحریک طالبان پاکستان د اکوړه خټک حقانیه مدرسې د مشر په وژنه خواشني ښودلې او وايي، مولانا حامدالحق د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري «د مذهبي او سیاسي ډلو د څپونکو پالیسیو په دوام ووژل شو.»

مولانا حامدالحق نن د حقانیه مدرسې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ورستیو په ورته پېښو کې هغه دیني عالمان او په ځانګړط توګه سیاسي او مذهبي مشران په نښه کیږي، چې د پاکستان د حکومت د ارادې خلاف عمل کوي.

د ټي ټي پي په اعلامیه کې لیکل شوي « دا د هماغه ناپاکه یهودي سیاست دوام دی، چې د پاکستان استخباراتي ادارو د سیاسي او مذهبي ټولنې د ځپلو لپاره پیل کړی دی. د عالمانو پاکه وینه د دې حقیقت شاهدي ورکوي، چې دوی هیڅکله له داسې پیښو نه دي ویریدلي.»

د ټي ټي پي په اعلامیه کې ویل شوي، چې د مولانا حامدالحق پلار مولانا سمیع الحق هم د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري ووژل شو او نن یې نوموړی هم په ډیره هوښیارتیا له مخې لري کړ.

د اکوړه خټک حقانیه مدرسې د مشر په وژل کېدو افغان طالبانو هم ژوره خواشیني ښودلي ده.

تر اوسه کومې ډلې په پښتونخوا کې د اکوړه خټک حقانیه مدرسې په جومات کې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

نور خبرونه

رادیو