دیمیتري مدودف: زېلېنسکي له سپينۍ ماڼۍ «کلکه څپېړه» وخوړه

AP ۱۴۰۳ کب ۱۰

د روسیې پخوانی ولسمشر او د امنیت شورا اوسنی مرستیال دیمیتري مدودف د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او ټرمپ ترمنځ لفظي شخړې ته د کنايې په ډول وايي چې زېلېنسکي له سپينې ماڼۍ «کلکه څپېړه» وخوړه.

مدودف د ټېلګیرام له لارې په یوه بیان کې لیکلي، بالاخره دا حقیقت وویل شو چې اوکراین په رښتیا له درېیمې نړۍوالې جګړې سره لوبې کوي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال د ټرمپ او زېلېنسکي لفظي شخړې ته په اشارې زیاته کړې :«په سپينۍ ماڼۍ کې ظالمانه سپکاوی.»

ورته مهال، د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون بیا د اوکراین ولسمشر څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه: «روسیه یرغلګره ده او اوکراین اشغال شوی دی. نوموړي د اوکراین پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی او وايي: «موږ باید د هغو کسانو چې له پیل راهیسې د جګړې په حال کې دي، ملاتړ وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې له ډونالډ ټرمپ سره د ولادیمیر زېلېنسکي لیدنه د مطبوعاتي کنفرانس او د معدني عوایدو وېش تړون له لاسلیک کولو پرته پای ته ورسېده چې د دواړو چارواکو له لفظي شخړې تر زیاتېدو وروسته د اوکراین ولسمشر ان سپینه ماڼۍ هم پرېښوده او ووت.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لفظي شخړې وروسته د کنایې په ډول پر خپلې اېکس‌پاڼه ولیکل: «له امریکا څخه د ملاتړ لپاره مننه، د دې لیدنې لپاره مننه. له کانګرس او د امریکا له خلکو څخه مننه. اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري او موږ په سمه توګه دا کار کوو.»

نور خبرونه

رادیو