د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په سپینه ماڼۍ کې، د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د توندو خبرو اترو له تبادلې وروسته، ټینګار وکړ چې روسیه د اوکراین پر ضد جګړه کې یرغلګره ده.
مکرون په پرتګال کې خبریالانو ته وویل: «یرغلګره روسیه ده، او قرباني یې د اوکراین خلک.»
هغه ټینګار وکړ چې د اوکراین ملاتړ او پر روسیې بندیزونه درې کاله مخکې سمه پرېکړه وه او نن هم همداسې ده.
هغه زیاته کړه: "موږ باید د ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړو چې مرسته یې کړې او موږ باید د هغو کسانو درناوی وکړو چې له پیل راهیسې جګړه کوي."
زېلېنسکي د ولسمشر ټرپ په رسمي دفتر کې ورسره ولیدل ځکه چې تمه کیده دواړه مشران به د اوکراین د طبیعي زیرمو په اړه تړون لاسلیک کړي.
د زېلېنسکي سفر د څو اونیو سختو خبرو اترو وروسته ترسره شو. اوکراین دوه ابتدايي مسودې رد کړې، او استدلال یې وکړ چې دوی د واشنګټن له امنیتي ژمنو پرته پر کییف یو اړخیز مکلفیتونه لګولي دي.
ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ترخو خبرو تبادلې وروسته له متحده ایالاتو سره د معدني تړون لاسلیک کولو پرته سپینه ماڼۍ پرېښوده او لاړ. ټرمپ ویلي، چې زېلېنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، د سولې خبرو ته اماده نه دی او کله چې اماده شو کولی شي بېرته راشي.
ټرمپ په ډېر خشن انداز د اوکراین ولسمشر ته وویل چې هغه د سولې مخالف دی.
د امنیتي تضمین مسله د اوربند په صورت کې په اوکراین کې د اروپا په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو احتمالي ځای پرځای کولو سره تړلې ده.
واشنګټن پوسټ د فبرورۍ په ۱۷مه راپور ورکړ چې د اوربند د څارنې لپاره ښايي تر ۳۰ زرو پورې اروپايي ځواکونه اوکراین ته ولېږل شي.
د ټرمپ او زېلېنسکي دا مجلس د نړۍوالو اړیکو لپاره یوه مهمه لحظه وه. ټرمپ هڅه وکړه چې ځان د سولې پلوی وښيي او زېلېنسکي د سولې مخالفه څېره بیان کړي؛ خو زېلېنسکي لا هم د امریکا پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. دا مجلس به د اوکراین د جګړې او د نړۍوال سیاست پر سرنوشت مستقیم اغېز ولري.