د پاکستان کورنیو چارو وزارت چاودنه کې د اکوړه مدرسې د مشر مولانا حامدالحق وژل تایید کړل

AP ۱۴۰۳ کب ۱۰

د پاکستان کورنیو چارو وزارت وايي، د پښتونخوا په تر ټولو مشهوره مدرسه دارالعلوم حقانیه کې د چاودنې له امله د دې مدرسې مشر مولانا حامدالحق وژل شوی او ځینې کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن په حقانیه مدرسه کې، چې په اکوړه مشهوره ده، د جمعې د لمانځه پر مهال شوی دی.

د راپورونو له مخې، د برید هدف د مدرسې مشر مولانا حامدالحق و.

د برید له ځایه په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې دمدرسې مشر مولانا حامدالحق په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

پر همدغه مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک په جومات کې برید غندلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم منلې چې په دې برید کې مدرسې مشر مولانا حامدالحق وژل شوی دی.

خو نوموړي په دغه برید کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د حقانیه مدرسې په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال ځانمرګی برید شوی او د مولانا حامدالحق په ګدون څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

تردې مهاله د یاد برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

نور خبرونه

رادیو