د ټرمپ نږدې ګوندي ملګرو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۳ کب ۹

د امریکا د کانګرس دوه غړو جو ویلسون او اګوست پلګر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې، چې د پاکستان له چارواکو سره د عمران خان د خوشې کېدو لپاره خبرې اترې وکړي.

جو ویلسون په تېرو اوونیو کې څو ځله په اېکس پاڼه د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی او ادعا کوي چې د ده پر ضد دوسیې سیاسي انګېزه لري.

ویلسون چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو او وسله‌والو ځواکونو د کمېټو مهم غړی دی، د جمهوري غوښتونکو د پالیسۍ کمېټې مشري هم کوي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری ګڼل کېږي. پلګر بیا د جمهوري غوښتونکو د مطالعاتي کمېټې مشري پر غاړه لري.

په دې ګډ لیک کې چې د فبروري په ۲۵مه نیټه روبیو ته لېږل شوی، یادو استازو لیکلي: «موږ د سخت دریځو محافظه‌کارانو په توګه له تاسو غواړو چې د پاکستان له پوځي رژیم سره د عمران خان د خوشې کولو لپاره تعامل وکړئ.»

ویلسون د دغه لیک یوه نسخه په خپل ایکس پاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې ده او پلګر له روبیو غوښتي چې د عمران خان د خوشې کېدو او د پاکستان د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو لپاره هلې‌ ځلې وکړي.

هغه زیاته کړې: «د امریکا او پاکستان اړیکې هغه وخت قوي کېږي چې د ازادۍ پر بنسټ ولاړې وي.»

په لیک کې عمران خان د «پاکستان یو محبوب مشر» بلل شوی او ویل شوي، چې د هغه خوشې کېدل کولای شي د امریکا او پاکستان ترمنځ د نویو اړیکو پیل وي چې د ازادۍ پر ارزښتونو ولاړې وي.

همداراز یادونه شوې چې عمران خان د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د پاکستان لومړی وزیر و او دواړو نږدې اړیکې درلودې.

ویلسون او پلګر ټینګار کړی چې عمران خان د «قضایي ناوړه استفادې» قرباني شوی او دا یې د هغه وضعیت سره پرتله کړې، چې ټرمپ په امریکا کې ورسره مخ دی. هغوی ویلي، چې عمران خان د «جعلي تورونو» پر اساس بندي شوی دی.

دغه استازي د ۲۰۲۲ کال د عدم اعتماد رایې له لارې د عمران خان ګوښه کول د «پاکستان کې د ډیموکراسۍ ځنډېدل» بللي او ادعا یې کړې، چې دې وضعیت د امریکا او پاکستان اړیکې ترینګلي کړي، ځکه چې په خبره یې د پاکستان پوځي رژیم د سیاسي مخالفانو ځپلو ته دوام ورکړی دی.

هغوی له امریکا غوښتي چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، د قانون حاکمیت او اساسي ازادیو، په ځانګړي ډول د مطبوعاتو، غونډو او بیان ازادۍ ته د درناوي لپاره هڅې وکړي.

په لیک کې راغلي، چې له عمران خان سره باید د نورو سیاستوالو په څېر عادلانه چلند وشي او د هغه بندي کېدل د پاکستان د تاریخ «یو تیاره بڼه» ده.

د پاکستان د ډیموکراسۍ قانون وروستۍ پړاو ته رسېدلی

جو ویلسون همداراز ویلي، چې د «پاکستان د ډیموکراسۍ قانون» مسوده نږدې بشپړه شوې ده.

هغه د فبروري په ۱۳مه لومړی ځل د دې قانون د جوړېدو خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې هدف یې د پاکستان د پوځي رژیم د هغو چارواکو تحریمول دي، چې د عمران خان په ځورونه او بندي کولو کې لاس لري.

ویلسون نن په ایکس کې د دې مسودې ځینې برخې خپرې کړې، چې پر بنسټ یې د امریکا سیاست به د پاکستان د ډیموکراسۍ بېرته راګرځولو ته متمرکز وي.

همداراز دا قانون به د پاکستان لوړپوړي چارواکي او د هغوی کورنۍ د بندیزونو لپاره وڅېړي.

ویلسون زیاته چې دا قانون به د امریکا حکومت ته اجازه ورکړي، چې د هغو کسانو پر ضد بندیزونه ولګوي، چې په شعوري ډول یې د پاکستان سیاسي مخالفان ځورولي او بندي کړي دي.

دا لیک او قانوني مسوده په داسې حال کې وړاندې شوې، چې د ویلسون او روبیو ترمنځ له غونډې یوه اوونۍ تېره شوې.

ویلسون له دې ناستې وروسته ویلي وو: «زه له هغه سره د پاکستان د ډیموکراسۍ د بېرته راګرځولو لپاره د همکارۍ ته سترګې په لار یم.»

دا پرمختګونه وروسته له هغه راځي، چې د پاکستاني-امریکايي سیاسي اقدام کمېټې (PakPac) په وروستیو اوونیو کې په کانګرس کې څو غونډې کړي او له امریکایي استازو یې غوښتي، چې د پاکستان د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په تړاو جدي دریځ ونیسي.

تر دې مخکې جو ویلسون د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته هم لیکونه استولي وو او ټینګار یې کړی و چې د امریکا او پاکستان قوي اړیکې د پاکستان له دیموکراتیکو اصولو او د قانون د حاکمیت سره تړلې دي.

هغه په دې لیک کې لیکلي و: «ډیموکراسي هغه وخت موثره وي، چې سیاسي مخالفان د سیاسي تورونو پر ځای د انتخاباتو په میدان کې ماته وخوري.»

له دغه لیک وروسته ویلسون د امریکا په کانګرس کې هم د عمران خان د ازادۍ غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او امریکا اړیکې هغه وخت قوي کېږي چې پاکستان د دیموکراتیکو اصولو درناوی وکړي.

نور خبرونه

رادیو