کریملین د چارشنبې په ورځ وویل چې د تېرې اونۍ د جګپوړو چارواکو د لیدنې او د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو د دوام لپاره د کارپوهانو کچې خبرو اترو لپاره چمتووالی روان دی.
د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف یو ځل بیا تایید کړه چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د حضوري ملاقات لپاره تفاهم شته، خو تر اوسه د دې لیدنې د ځای او وخت په اړه جزئیات نشته.
هغه وویل چې که اړتیا وه دواړه مشران بیا هم د ټلیفون له لارې خبرې کولی شي، خو دا مهال داسې کوم پلان نشته.
هغه وویل، « اړیکې د بهرنیو چارو وزارتونو له لارې د کارپوهانو په کچه چمتو کېږي».
ټرمپ هیله ښودلې چې ژر تر ژره د روسیې او اوکراین ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.
د هغه چټک اقدامات، چې د جوبایډن د پخوانۍ ادارې پالیسي بېرته بدلوي، د کیېف او د هغه د اروپایي متحدانو اندېښنې راپارولې چې دوی به له پامه وغورځول شي.
پوتین ویلې دي چې د امریکا او روسیې لومړنۍ خبرې به د مسکو او واشنګټن ترمنځ د باور پر بیا رغولو متمرکزې وي.
پېسکوف د امریکا او اوکراین ترمنځ د کاني توکو د احتمالي تړون په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، خو د جمعې په ورځ له ټرمپ سره د اوکراین د ولسمشر لیدنې ته په اشاره یې وویل، « ایا دا به د یاد شوي تړون د لاسلیک لپاره وي، یا د بل څه لپاره، دا به وروسته معلومه شي. تر اوسه په دې اړه رسمي اعلامیه نشته».
یوې سرچینې چې د تړون د مسودې له محتوا سره اشنا ده، رویټرز ته ویلي چې د امریکا له لوري د امنیتي تضمینونو یا د وسلو د دوامداره بهیر یادونه پکې نه ده شوې، بلکې یوازې دا وایي چې متحده ایالات غواړي اوکراین « ازاد، خپلواک او خوندي» وي.