د اوکراین ولسمشر وايي له امریکا سره د کانونو پر تړون هوکړه شوې

AP ۱۴۰۳ کب ۸

اوکراین د چارشنبې په ورځ وویل، چې امریکا ته د ولادیمیر زیلینسکي له سفر مخکې، واشنګټن ته د دغه هېواد د ځینو کاني سرچینو د عایداتو سپارلو «لومړنۍ» موافقې ته رسیدلي دي.

دا تړون د اوکراین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قوي ملاتړ ډاډمن کېدو لپاره مهم دی، ځکه ټرمپ په ​​اوکراین کې د روسیې د جګړې د ژر پای ته رسولو په لټه کې دی.

د امریکا او روسیې خبرې به، چې تر دې دمه یې کیېف له دې موضوع څخه ایستلی، د پنجشنبې په ورځ پیل شي.

زیلینسکي د یاد تړون په اړه یوې خبري ناستې ته وویل:«زما لپاره اصلي خبره دا ده چې موږ پوروړي نه یو. په تړون کې نه ۵۰۰ ملیارد ډالر، نه ۳۵۰ او نه هم ۱۰۰ میلیارد ډالر پور شته، ځکه دا به غیر عادلانه وای.»

ټرمپ دا تړون د جګړې پر مهال کیېف ته د ملیاردونو ډالرو مرستې د بیرته ورکولو په توګه یاد کړی دی، خو زیلینسکي د کانونو د حقونو په بدل کې د امنیتي تضمینونو غوښتنه کړې وه، خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا دا غوښتنې شوې او که نه.

زیلینسکي وايي:«دا تړون له امریکا سره زموږ د لویو تړونونو یوه برخه ده. دا تړون د راتلونکو امنیتي تضمینونو برخه کیدای شي ... تړون، تړون دی. دا تړون کېدای شي لویه بریا وي یا کېدای شي په خاموشۍ سره تصویب شي، لویه بریا له ولسمشر ټرمپ سره زموږ خبرو پورې اړه لري.»

د اوکراین لومړی وزیر ډینیس شمیحال وايي، چې د وروستي شوي تړون له مخې د امنیتي تضمینونو ترلاسه کولو لپاره به واشنګټن د اوکراین د هڅو ملاتړ ته ژمن وي، خو امریکایانو پخپله د امنیت ژمنې نه دي وړاندې کړې.

د تړون یوه کاپي چې رویټرز لیدلې پکې ویل شوي:«د امریکا حکومت د اوکراین د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره اړین امنیتي تضمینونه ترلاسه کړي.»

شمیال په ټلویزیوني تبصرو کې د تړون په اړه ویلي، چې کیېف به له ټولو اړوندو دولتي طبیعي زیرمو او شتمنیو څخه د ترلاسه شويو ټولو عوایدو ۵۰ سلنه خوندي کړي.

د نوموړي په وینا، دا پيسې به د امریکا او اوکراين تر ګډ کنټرول لاندې صندوق ته لاړې شي او زياته يې کړه چې د صندوق د کنټرول په اړه هيڅ پرېکړه د کيېف له موافقې پرته نشي کېدای.

سره له دې چې د اوکراین د کانونو د تړون په اړه بحثونه روان دي، واشنګټن او مسکو دوه اړخیزې خبرې اترې پیلوي.

پر همدغه مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، چې د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې خبرې اترې به د دوه اړخیزو شخړو د حل په اړه وي او د دواړو لوریو ترمنځ د دغو خبرو اترو یوه برخه به د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته وویل، چې زیلینسکي غواړي د جمعې په ورځ واشنګټن ته ورشي څو یو «ډېر لوی تړون» لاسلیک کړي.

نور خبرونه

رادیو