په ټایلنډ کې د بس اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۸

د چهارشنبې په ورځ په ختیځ ټایلنډ کې د یوه بس اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بس هغه مهال واوښت کله یې، چې بریکونه له کاره ولوېدل.

ټایلنډي پولیس چارواکي سوفون فرامانیه ویلي: «دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د موټر بریکونو کار پرېښود او موټر چلوونکي هم د موټر کنټرول له لاسه ورکړ.»
هغه زیاته کړه، مړه شوي کسان هغه ځوانان وو، چې د یوه ښوونیز سفر لپاره پر لاره وو.
د پولیسو دغه چارواکي رویټرز ته وویل، په بس کې د موټر چلوونکي په ګډون ټول ۴۹ کسان سپاره وو چې ټول هغه یې ټایلنډي وګړي وو.
په خواله رسنیو کې هم په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، چې د پلازمېنې بنکاک ختیځ څخه ۱۵۵ کیلومټره (۹۶ میله) لرې، د پراچینبوري ولایت کې د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د ټایلنډ لومړۍ وزیرې پیټونګټرن شیناواترا د قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې، او ویلي یې دي، چې په دې تړاو څېړنې روانې روان دي.
هغې پر اېکس پاڼه کاږلي: «د نامعیاري موټرونو په کارونې سره به د هر ډول سرغړونې او بې غورۍ پر وړاندې قانوني چلند وشي.»
تېر کال هم په ټایلنډ کې د ښوونځي په یوه بس کې د ګاز ډبې د لیک کېدو له امله موټر کې اور ولګېد، چې له امله یې د ۱۶ زده‌کوونکو په ګډون ۲۳ کسان مړه شول.

نور خبرونه

رادیو