د روسیې دفاع وزارت: بې پيلوټه الوتکو مو د اوکراین نظامي هوایي ډګرونه په نښه کړي

AP ۱۴۰۳ کب ۸

د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هیواد د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی، چې تېره ورځ یې ځواکونو، په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو په ترڅ کې د دغه هېواد نظامي هوايي ډګرونه په نښه کړي.

روسي ځواکونو په پرله‌پسې ډول له څو ورځو راهیسې د اوکراین هوايي ډګرونه په نښه کړي.

د اوکراین حکومت د دغو بریدونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو د جګړې دواړو غاړو تر منځ د هوايي بریدونو او نظامي عملیاتو شدت په دې وروستیو کې زیات شوی، چې د جګړې او د بشري زیانونو د زیاتېدو لامل ګرځیدلی.

د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روسیې وسله والو ځواکونو د هوا له لارې په دقیقو بریدونو کې د اوکراین د نظامي هوايي ډګرونو پر زیربناوو بریدونه کړي، او خپلې موخې یې ترلاسه کړي دي.

دغه بریدونه د اوکراین په نظامي تاسیساتو باندې د روسي ځواکونو د عملیاتو هغه برخه ګڼل کیږي، چې موخه یې د اوکراین د هوايي ځواک د فعالیتونو کمزوري کول دي.

د روسیې دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې یې ویلي و، چې د ځانګړو نظامي عملیاتو موخه د اوکراین د نظامي زیرمو او تاسیساتو له منځه وړل دي، چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین پوځ د فعالیت وړتیا کمه شي.

د روسيې ځواکونه دغه بریدونه داسې مهال ترسره کوي، چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د لومړي پړاو خبرې اترې د امریکا او روسیې لوړپوړو چارواکو ترمنځ په ریاض کې تېره اوونۍ پای ته رسېدلې دي، چې موخه یې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د غونډې تنظیمول و.

د اوکراین د جګړې په تړاو د ټرمپ دغې چارې، د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ګڼې اندېښنې راپارولې دي، څو ورځې وړاندې زیلنسکي ویلي و، چې اوکراین په سعودي عربستان کې خبرو اترو ته نه دی بلل شوی او کیف به له ستراتیژیکو شریکانو سره له مشورې پرته له روسیې سرهخبرې ونه کړي، خو ټرمپ د زیلنسکي د خبرو په ځواب کې هغه یو دیکتاتور کومیډین بللی و،

د روسیې او اوکراین تر منځ دغه جګړه څه باندې درېیو کلونو ته رسېږي، چې په کې د جګړې د شدت له امله زیانونه ډیریږي او د بشري وضعیت ترینګلتیا د نړېوالې ټولنې اندېښنې راپورته کړې دي.

نور خبرونه

رادیو