د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي زرین «ګولډن کارت»اقامې د پلور پلانونه اعلان کړل، چې بیه به یې ۵ میلیونه ډالر وي.
ټرمپ وویل چې د دې لوړبیې اقامې خرڅلاو به د کارونو فرصتونه برابر کړي او د امریکا ملي پور به کم کړي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اوول خونه کې خبریالانو ته وویل، « موږ د پلور لپاره طلایي کارت لرو. تاسې ګرین کارډ لرئ، دا ګولډن کارډ دی. موږ به پر دې کارت ۵ میلیونه ډالر قیمت کېږدو».
ټرمپ، چې د خپل دویمې دورې په لومړیتوبونو کې یې د میلیونونو ناقانونه کډوالو ایستل اعلان کړي، وویل چې نوی کارت به د امریکا تابعیت ته د رسیدو لاره وي.
هغه وویل، « ډېر خلک غواړي زموږ هېواد ته راشي او دوی به دلته کار وکړای شي، دندې رامنځته کړي او شرکتونه جوړ کړي، دا به د شتمنو خلکو لپاره وي».
ټرمپ زیاته کړه چې د کارت خرڅلاو به په شاوخوا دوو اونیو کې پیل شي.
هغه زیاته کړه، « موږ ښایي تر یو میلیون پورې کارتونه وپلورو. موږ یې ټول حقوقي اړخونه برابر کړي دي».
ټرمپ، چې د خپل کاروباري ژوند په اوږدو کې یې هوټلونه جوړ کړي، وویل چې ټول غوښتونکي به جدي ارزول کېږي.
خو کله چې ترې وپوښتل شول روسي شتمن کسان هم کولای شي دا کارت واخلي، هغه یې امکان رد نه کړ: «امکان لري. زه ځینې روسي اولیګارشان پېژنم چې ډېر ښه خلک دي. امکان لري». ټرمپ وویل، « هغوی اوس دومره شتمن نه دي لکه پخوا، خو زه فکر کوم چې دا ۵ میلیونه ډالر به ورکړای شي».
یوشمېر روسي اولیګارشان د اوکراین جګړې له امله د لویدیځ له بندیزونو سره مخ دي.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لټنیک، چې د ټرمپ تر څنګ ولاړ و، وویل: « موږ کولای شو چې دا پیسې د ملي پور د کمولو لپاره وکاروو».
ټرمپ، چې د برانډ جوړولو سابقه لري، حتا وړاندیز وکړ چې نوی کارت ممکن د ده په نوم هم ونومول شي.
هغه زیاته کړه، « یو چا راته وویل، چې ایا موږ کولی شو دې ته د ټرمپ طلایي کارت ووایو؟ ما ورته وویل، که مرسته کوي، نو د ټرمپ نوم پرې کېږدئ».