وای نېټ خبري اژانس د یوه اسراییلي چارواکي له حوالې ویلي، اسراییل هغو هېوادونو ته چې له حماس سره د اوربند په تړون کې منځګړیتوب کوي ویلي چې دوی به د شنبې په ورځ ۶۰۲ فلسطیني بندیان خوشې کړي؛ خو د بندیانو د خوشې کولو لپاره یې شرط اېښی.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې اسراییل له حماس غوښتي، چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو جسدونه دې له مراسمو پرته وروسپاري او د پخوا په څېر دې د تابوتونو سره مراسم نه ترسره کوي.
حماس تېره ورځ د اسراییلي ماشوم کیفر بیباس او د هغه د څلور کلن ورور ایریل بیباس مړي سره صلیب ته وسپارل.
دغه دوه ماشومان تر ټولو کوچني یرغمل شوي کسان وو، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مې د حماس په برید کې له اسراییل وتښتول شول.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته د جسدونو د سپارلو مراسم داسې وو، چې د یرغمل شویو ماشومانو عکسونو سره څلور تور تابوتونه اېښودل شوي وو.
د دغه جسدونو تر شا پر دېوال یو پوسټر لګېدلی و چې په کې لیکل شوي و:« جګړې ته راستنېدل د خپلو بندیانو تابوتونو ته د بېرته راستنېدو سره برابر دي، چې د اوسني اوربند کمزورتیا او د بلې جګړې احتمال په ګوته کوي.»
د جسدونو له سپارلو وروسته په اسراییل کې د نتنیاهو په کورنۍ نیوکې زیاتې شوې، د هغه د ټلوالې افراطي غړو د اوربند له هوکړې سره مخالفت وکړ او دغه کار یې حماس ته د یو ډول امتیاز ورکول یاد کړي دي.
اسراییل هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی به د راتلونکې شنبې په ورځ د اسراییلي یرغمل شویو په بدل کې د سلګونو فلسطیني بندیانو خوشې کول تر هغه وځنډوي؛ څو چې د راتلونکو یرغمل شویو خوشې کول نه وي تضمین شوي.
بلخوا حماس اعلان کړی، چې د اوربند د لومړي پړاو په بشپړولو سره به راتلونکې اونۍ د څلورو اسراییلي وګړو جسدونه وسپاري.
له دې وروسته به تر ۶۰ زیات یرغمل شوي د حماس په ولکه کې پاتې شي، چې نیمایي یې ژوندي دي.
دا لا څرګنده نه ده، چې ایا دغه ډله به له مراسمو پرته د مړو د ژر سپارلو لپاره د اسراییل شرط ومني که نه؟
دغې ډلې تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، تر هغو به د هوکړې پر دویم پړاو خبرې ونه کړي؛ څو چې اسراییل خپلې ژمنې نه وي پوره کړې او فلسطینیان یې نه وي خوشې کړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د سیمې لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وېټکالف د یکشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن تمه لري په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند دویم پړاو پیل شي.