ډیلي ټېلګراف: ایران هره شپه د اسراییل یا امریکا د برید په تمه دی

AP ۱۴۰۳ کب ۷

ډیلي ټېلګراف راپور ورکړی، چې ایران د امریکا او اسراییل د احتمالي برید له وېرې خپل اټومي تاسیسات د بشپړې اماده‌ګۍ لپاره چمتو کړي.

په راپور کې د یوه باوري سرچینې له قوله لیکل شوي، چې ایراني چارواکي باور لري چې د امریکا یو لوی برید کولای شي د ایران بقا له ګواښ سره مخ کړي.

ډیلي ټېلګراف د سې شنبه په ورځ (د کب ۷مه) د ایران د حکومت د دوو باوري سرچینو له قوله لیکلي، چې ایران د خپل دفاعي سیسټم د پیاوړتیا لپاره نوي هوایي دفاعي سیسټمونه د خپلو اټومي او توغندیزو تاسیساتو شاوخوا ځای پر ځای کړي دي، څو د احتمالي بریدونو پر وړاندې چمتو وي.

یوې باوري سرچینې ویلي: «ایراني چارواکي هره شپه د برید په تمه دي او ټول دفاعي سیستمونه په لوړه کچه د امادګۍ په حال کې دي، ان هغه تاسیسات چې هېڅوک یې له موجودیت څخه خبر نه دي.»

د دغې سرچینې په وینا، د ایران د اټومي تاسیساتو پیاوړتیا له کلونو راهیسې روانه ده، خو د تېر کال د اسراییل له لومړي برید وروسته، دا چاره چټکه شوې ده.

اسراییل سږ کال دوه ځلې د وري په۳۱مه او د لړم په۵مه نېټه پر ایران بریدونه ترسره کړل.

ایران او اسراییل له لسیزو راهیسې استخباراتي او نیابتي شخړو ته دوام ورکړی دی.

تهران د حماس او حزب‌الله په څېر ډلو له لارې د اسراییل پر ګټو بریدونه کړي او اسراییل د ایران لوړپوړي چارواکي، اټومي ساینسپوهان او سایبري بنسټونه په نښه کړي دي.

د حماس د اکټوبر د ۷مې له برید وروسته دا شخړه نوره هم ښکاره شوې او اسراییل د ایران د نفوذ پر ضد مستقیم ګامونه اخیستي دي.

د امریکا د احتمالي برید اندېښنې

د بلومبرګ د راپور له مخې، د ایران اندېښنې د امریکا د احتمالي برید له امله زیاتې شوې دي.

ډونالډ ټرمپ د سلواغې ۲۱مه اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړ، چې که له واشنګټن سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو امریکا به یې بمبار کړي.

یو ایراني چارواکي بلومبرګ ته ویلي، چې هر لوی برید به د ایران دفاعي سیسټم ته ستر زیان ورسوي، ځکه چې دا سیسټم دمګړۍ د اسراییلي بریدونو له امله کمزوری شوی.

په راپور کې راغلي، چې ایران له روسیې څخه د اېس-۳۰۰ توغندیز دفاعي سیسټم ترلاسه کړی، مګر دا سیسټم د اسراییل پرمختللو وسلو پر وړاندې کافي نه دی.

له همدې امله تهران پر مسکو فشار راوړي، چې ژر تر ژره ورته اېس-۴۰۰سیسټم وسپاري.

ایا اسراییل کولای شي یوازې ایران ته ضربه ورکړي؟

واشنګټن پوسټ د سلواغې په ۲۴مه راپور ورکړی، چې اسراییل ښايي د فردو او نطنز اټومي تاسیسات د برید لپاره په نښه کړي، څو د ایران اټومي پروګرام څو اونۍ یا ان څو میاشتې وځنډوي.

وال سټریټ ژورنال د امریکا استخباراتي اسنادو ته په اشاره لیکلي، چې اسراییل د ایران د اټومي تاسیساتو د برید سناریو جدي ارزوي.

اتحاد د ایران د اټومي پروګرام پر ضد شورا مشر جیسون برادسکي ډیلي ټېلګراف ته ویلي، چې ښایي امریکا اسراییل ته سیاسي، استخباراتي یا پوځي مرسته ورکړي، چې په کې وسلې، الوتنې او پرمختللي وسایل شامل دي.

کارپوهان وايي، اسراییل د امریکا له مرستې پرته نه شي کولای د ایران اټومي تاسیسات له منځه یوسي.

د ټرمپ ادارې په وروستیو اوونیو کې ویلي، چې چمتو ده څو له ایران سره مذاکرات وکړي، خو خبرې اترې ناکامې شي، نظامي اقدام هم یوه احتمالي ګزینه ده.

نور خبرونه

رادیو