شمالي وزيرستان کې پر امنيتي پوستې په یوه بريد کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ کب ۷

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په سپین وام تحصیل سیمه کې پر یوې پوستې د برید په پایله کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي او دوه نور بیا ټپیان دي.

دغه برید سهار وختي د سپین وام په درویشتا سیمه کې شوی دی.
د راپور له مخې، تر برید وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ سخته نښته وشوه چې دواړو خواوو په کې سپکې او درنې وسلې وکارولې.
سرچینو دا هم ویلي، چې امنیتي ځواکونو په دغې پېښه کې درې وسله‌وال هم وژلي دي.
امنیتي ځواکونو له برید وروسته سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.
لا تر اوسه پورې د پاکستان پوځ د دغې پېښې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د دوشنبې په ورځ وویل، چې په خیبر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې یې لس وسله‌وال وژلي دي.
په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې دغه عملیات د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ترسره شوي.
خبرپاڼې زیاته کړې وه، چې په سیمه کې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات هم روان دي.
تېره ورځ بیا د کلات ولسوالۍ په منګوچر سیمه کې هم د مسو د پروژې د ساتنې لپاره د لاریو په یوه کاروان د بمي چاودنې له امله د شپږو امنیتي سرتېرو په ګډون اته کسان ټپیان شول.

په تېرو وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ناامنۍ زور اخیستی او هره ورځ دغه دوه صوبې د امنیت ضد پېښو شاهدانې وي.

نور خبرونه

رادیو