ایپل شرکت د متحده ایالاتو په اقتصادي وده کې ۵۰۰ مېلیارد ډالره پانګونه کوي

AP ۱۴۰۳ کب ۷

اېپل شرکت د خپلې اقتصادي پراختیا ستر پلانونه اعلان کړل، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به په متحده ایالاتو کې ۵۰۰ مېلیارد ډالره پانګونه وکړي.

دغه پانګونه به د نوښت او ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ د لا زیاتولو لپاره ترسره شي او په دې ترڅ کې به ۲۰زره څېړنیزې دندې هم رامنځته کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، اېپل شرکت د دوشنبې په ورځ د یو نوي ټبلېټ کمپوټر پرانیستې په مراسمو کې وویل:« موږ په متحده ایالاتو کې د پرمختګ او نوښت د ملاتړ لپاره ژمن یو. دغه پانګونه نه یوازې د اېپل د ودې لپاره مهمه ده؛ بلکې د اقتصاد د پراختیا او د مسلکي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هم حیاتي ده.»

په خبر کې راغلي، اېپل به د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د نوو څېړنیزو مرکزونو د جوړولو لپاره پانګونه وکړي.

دغه مرکزونه به د مصنوعي ځیرکتیا او نورو نوښتګرو ټکنالوژیو په برخه کې کار وکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په خواله رسنۍ د اېپل له شرکت څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه اقدام د هغه په اداره کې د شرکت باور منعکسوي.

ویل کېږي، چې د اېپل شرکت د پانګونې یوه برخه به د علمي ادارو سره همکاري او تخنیکي زده‌کړو پروګرامونو ته وده ورکول وي چې د راتلونکي نسل مسلکي مهارتونو ته وده ورکړي.
رویټرز وایي، چې اېپل د شنو ټکنالوژیو او چاپېریال ساتنې پروژو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي او غواړي چې د پایښت لرونکي تکنالوژۍ په برخه کې هم نوښتونه رامنځته کړي.

یاد شرکت به د دغې پانګونې له لارې ۲۰زره نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي، چې ګڼو تخنیکي او څېړنیزو برخو لپاره به اړتیا ولري.

دغه دندې به د نويو استعدادونو د جذب او د سیمه‌ییز اقتصاد وده کې مرسته وکړي.

د ایپل دغه اعلان د دې لامل کېږي، چې د ټکنالوژۍ صنعت، د نوښت او رامنځته کولو د پیاوړتیا لپاره څنګه کار وکړي.

ېیپل د خپلو نوښتونو او پانګونې له لارې نه یوازې د سوداګریزو ګټو په لټه کې دی؛ بلکې د ټولنې او اقتصاد په پرمختګ کې هم ونډه اخلي.
دغه پلانونه د اېپل له‌خوا د اوږدمهاله ستراتیژۍ یوه برخه ګڼل کېږي، چې د ټکنالوژۍ د بازار د ودې او د نوښت د ملاتړ د پیاوړي کولو په موخه ترسره کېږي.

د اېپل دغه اقدامات د متحده ایالاتو په اقتصادي موقعیت کې یو مهم ګام دی او دا به د راتلونکي نسل لپاره د هیلو یوه نوې لار پرانیستل وي.

نور خبرونه

رادیو