ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان چارواکو په حواله د جیشالعدل د یوه بریدګر د وژل کېدو او د ۶ نورو د نیول کېدو خبر ورکوي، خو یاده ډله بیا یوازې د خپلو دوو بریدګرو وژل کېدل تاییدوي.
د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په چابهار کې د ایراني ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو بریدګر وژل شوی او شپږ کسان نیول شوي دي.
دغې رسنۍ لیکلي، چې دا عملیات د جیشالعدل ډلې د نښهکولو په موخه ترسره شوي او زیاتوي چې ایراني سرتېرو ته پهکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
اخوا جیشالعدل وسلهولې ډلې بیا په یوه بیان کې منلې، چې د ایران د سیستان او بلوچستان په چابهار کې له ایراني پوځیانو سره په نښه کې د دغې ډلې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.
دغې ډلې د سېشنبه په ورځ (د کب ۷مه) په خپل بیان کې ادعا کړې، چې د یادې ډلې کوم غړی د ایراني پوځیانو له خوا نه دی نیول شوی.
جیشالعدل وسلهوالې ډلې په خپاره کړي بیان کې د ایراني سرتېرو د مرګژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې جیشالعدل ډله وخت ناوخت په سیستان او بلوچستان کې له ایراني پوځیانو سره په نښتو کې ښکېل شوې او د هغوی یو شمېر غړي یې یرغمل کړي او یا یې هم وژلي دي.
نوموړې وسلهواله ډله چې له ایراني دولت سره سخت مخالفت لري، د تهران او امریکا په ګډون د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.