د کانګو د ډیموکراټیک جمهوریت لومړۍ وزیرې د دوشنبې په ورځ په جینیوا کې د بشري حقونو شورا د لوړې کچې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې له جنورۍ میاشتې راهیسې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان د دغه هېواد په ختیځ کې په جګړو کې وژل شوي دي.
د هغې په وینا، په دغو وژل شویو کسانو کې د وسلهوالو ترڅنګ ملکي وګړي هم شامل دي.
جودیت سومینوا وویل، چې یوازې په ګوما کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۵۰ زره خلک د ۹۰ بې ځایه شویو پنډغالو له ویجاړېدو وروسته بې سرپناه شوي دي.
له جنورۍ میاشتې راهیسې د اېم ۲۳ یاغي ډلې چې کنشاسا یې د روانډا په ملاتړ تورنوي؛ د ګوما او بوکاوا ښارونو او ګران بیه کاني زېرمو په ګډون یې د ختیځې کانګو ډېرې برخې نیولې دي.
خو بل خوا بیا روانډا د کانګو، ملګرو ملتونو او لوېدیځو هېوادونو هغه تورونه ردوي، چې ګواکې رونډا د وسلو او وسلهوالو په برخه کې د اېم ۲۳ یاغیانو ډلې ملاتړ کوي.
سومینوا له نړۍ وغوښتل، چې پر روانډا د ډلهییزو بې ځایه شویو او وینې تویېدنې په برخه کې عمل وکړي او پرې "بندیزونه" ولګوي.
هغې وویل: «د دغې شخړې د مېلیونونو قربانیانو درد بیانول ناشونی دی.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د جینیوا په غونډه کې وویل، چې په ټوله نړۍ کې بشري حقونه "سخت ځپل" شوي او د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې یې وحشتناکو سرغړونو ته هم اشاره وکړه.
سومینوا دغې شورا ته د خپلې وینا وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې رویټرز ته وویل: «که چېرې د ځمکنۍ بشپړتیا د سرغړونې دغه پوښتنه حل نه شي؛ نو وضعیت ښایي لا کړکېچن شي.»
سومینوا خبرداری ورکړی، چې د اېم ۲۳ او نورو وسلهوالو ډلو سره د امنیتي وضعیت خرابېدل ګاونډیو هېوادونو ته خپرېدای شي او د دوی لپاره ګواښ رامنځته کولای شي.