رویترز د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالاتو او اوکراین د کانونو د معاملې پر شرایطو موافقه کړې، چې دا د کییف لپاره مهم دی ترڅو د امریکا ملاتړ خپل کړي.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي، چې ژر تر ژره د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.
دا موافقه وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې ولادیمیر زېلېنسکي«له ټاکنو پرته دیکتاتور» بللی او زیاته کړې یې ده، چې امریکا یې په جګړه کې ښکېله کړې ده.
هغه د ټروټ ټولنیزې شبکې له لارې ویلي و، چې زېلېنسکي په اوکراین کې ډېر کم محبوبیت لري او له همدې امله نوموړی د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.
د امریکا ولسمشر لیکلي دي: «زه له اوکراین سره مینه لرم، خو زېلېنسکي ډېر ناسم روان دی، هېواد یې ویجاړ شوی او مېلیونونه خلک یې بېدلیله وژل شوي او دا لړۍ همداسې روانه ده.»
په ځواب کې یې زېلېنسکي یوه خبري کنفرانس ته وویل: "هغه څوک به د دیکتاتور کلمه ناراضه کړي، چې هغه یو دیکتاتور وي."
هغه وویل: "زه ټرمپ ته د یو بل د درک کولو زغم غواړم.»
هغه زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا «امنیتي تضمین ستره اړتیا وه.»