دغه پرېکړهلیک چې د امریکا له لوري وړاندې شوی و، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو غوښتنه په کې شوې.
دغه پرېکړه لیک ته د رای ورکونې پروسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو په حضور کې وشوه، چې ۱۰ هېوادونو ورته مثبته رایه ورکړې او ۵ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه کړې.
د متحده ایالاتو لهخوا وړاندې شوی پرېکړه لیک وروسته له هغې تصویب شو، چې د غړو هېوادونو اکثریت د اروپايي ټولنې په مشرۍ تعدیل اضافه کولو لپاره رایه ورکړه چې په پایله کې امریکا د دغه وړاندیز څخه ډډه وکړه.
اروپایي هېوادونو له روسیې سره په خبرو کې د اوکراین حکومت څنډې کېدو ته د امریکا حکومت پر نوي دریځ اندېښنه ښودلې او د امنیت شورا په غونډه کې یې د روسیې پر وړاندې د اوکراین په نه تسلمېدو ټینګار کړی.
امریکا داسې مهال د اوکراین جګړې د پای هڅې کوي، چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي غوښتي و چې له روسیې سره جګړه کې د امریکا مرستو په بدل کې دې د دغه هېواد کاني زېرمې د امریکا په واک کې ورکړي.