اذربایجان ته د شهباز شریف سفر؛ دوه اړخیزه پانګونه به دوه میلیارده ډالرو ته لوړه شي

AP ۱۴۰۳ کب ۶

پاکستان او اذربایجان هوکړه کړې چې د دوه اړخیزو پروژو په برخو کې خپلمنځي پانګونه تر دوه میلیارد ډالرو پورې پراخه کړي.

دا پریکړه د دوشنبې په ورځ د باکو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي شهباز شریف او د اذربایجان د ولسمشر الهام علی یف ترمنځ په خبرو اترو کې وشوه.

د پاکستان د دولتي راډيو د رپوټ له مخې، لومړي وزیر شهباز شریف د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف سره په کډه خبري ناسته کې وویل، چې په پاکستان کې ټول سیاسي ګوندونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ د لا پیاوړتیا لپاره متحد دي.

شهباز شریف وویل، د پاکستان او اذربایجان ترمنځ صمیمانه او دوستانه اړیکې باید اقتصادي ډګر ته هم وغځول شي.

شهباز شریف زیاتوي چې د خپلي منځي سوداګرۍ د زیاتولو په تړاو ننني یادښتونه او هغه تړونونه چې د روان کال د اپریل په وروستیو کې به لاسلیک شي د دواړو هېوادونو لپاره به ډیرې ښې ګټې ولري.

شهباز شریف وویل:«چې پاکستان او اذربایجان دواړه باید خپلې دفاعي اړیکې لوړې کچې ته لوړې کړي.»

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف وویل، چې دوی به د یوې میاشتې په اوږدو کې د نړیوال اتصال، انرژۍ، اقتصاد او کانونو سکتورونو په اړه د ټولو تړونونو د نهایی کولو په اړه بحث وکړي.

هغه وویل، چې نن موږ لس تفاهم لیکونه لاسلیک کړل چې د راتلونکې همکارۍ لپاره به یو ښه چوکاټ رامنځته کړي.

د اذربایجان ولسمشر د خبرو اترو په جریان کې وویل چې د خپلې سوداګرۍ په برخه کې زیاتوالی راولي.

نور خبرونه

رادیو